د افغانستان ۱۶ لیرې ولسوالیو ته تیلې فوني اسانتیاوې غځول کېږي

ګرځنده تیلې فونونه
Image caption دا مهال د افغانستان د جغرافيا ٨٥ په سلو کې د مخابراتي اسانتياو تر پوښښ لاندې ده او اټکل دا دى چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به د ټول هيواد په کچه خلک د تلفوني او ا نټرنېټي خدمتونو اسانتياوې ولري.

د افغانستان د مخابراتو وزارت په نوي ميلادي کال کې گڼ شمېر ليرې پرتو ولسواليو ته د گرځنده تلوفونونو د شبکې د غځولو پلان مخې ته کړى.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي نورو ليرې پرتو ١٦ ولسواليو ته د گرځنده تیلې فونونو د اسانتياوو د غځولو دغه پروژه د هغه لوى پروگرام يو تازه پړاو دى چې پر مټ يې د هېواد گوټ گوټ ته د مخابراتي خدمتونو رسول پلان شوي.

د دغې پروژې تړون چې د افغانستان په ختيځ، شمال او لوېديځ کې بېلابېلې کليوالي سيمې رانغاړي د کور د ننه له فعالو مخابرتي شرکتونو سره لاسليک شوى.

چارواکي وايي د روان عيسوي کال تر پايه به په څه باندې ۱۰۰ نورو کليوالي سيمو کې هم مخابراتي برجونه او انتنونه ودروي او دا راز به د لويو ښارونو په څېر د گڼو ولسواليو ښوونځي او روغتيايي کلينيکونه هم د انترنېټ له نړيوال نېټ يا جال سره وتړي.

په همدې ترڅ کې چارواکي امنيتي ستونزې د هيواد کليوالي سيمو ته د مخابراتي اسانتياو د غځولو په وړاندې لويه ننگونه بولي .

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظيم د ادارې يو مشرچارواکى او وياند انجينر فيض محمد وايي که د امنيت له اړخه ستونزې پيښې نشي نو دوى د خپلو پروگرامونو د پلي کولو لپاره له مالي او تخنيکي اړخه څه ستونزه نه لري:

''د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت پلان لري چې د راتلونکو پنځو کلونو دننه ټول هيواد ته مخابراتي اسانتياوې ورسوي . البته دا مهال امنيتي ننگونې په دې لاره کې لوى خنډ دى . که چيرې دغه ستونزه اواره شي نو موږ لخ مالي او تخنيکي اړخه کومه ستونزه نه لرو. ''

په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو پراختيا په تيرو نهو کلونو کې د پام وړ لاس ته راوړنه بلل کيږي .

Image caption د رسمي شميرو له مخې دا مهال شاوخوا ١٣ نيم میليونه افغانان گرځنده يا موبايل تیلې فونونه کاروي چې د هيواد د ټول نفوس څه باندې ٥٢ سلنه جوړوي .

په دې موده کې د مخابراتو په ډگر کې د دريو خصوصي او يوه حکومتي او خصوصي گډ شرکت له لارې د سوونو مليونه ډالرو پانگونه شوې او پر مټ يې زرگونه کسانو ته د کار روزگار اسانتياوې برابرې شوي .

د رسمي شميرو له مخې دا مهال شاوخوا ١٣ نيم میليونه افغانان گرځنده يا موبايل تیلې فونونه کاروي چې د هيواد د ټول نفوس څه باندې ٥٢ سلنه جوړوي .

دا په ټوله سيمه کې يو بيسارى پرمختگ ياديږي . خو له دې سره سره د تلفونې اړيکو د کيفيت خرابتيا يوه داسې نيمگړتيا بلل کيږي چې له اړخه يې پر مخابراتي شرکتونو او حکومتي چارواکو دواړو له اوږدې مودې راهيسې سختې او پرله پسې نيوکې دوام لري.

ورته مطالب