په پلازمېنې کابل کې د ايران ضد نور لاريونونه وشول

لاريوني
Image caption له تېرو څو اونيو راهيسې په کابل کې بيا د ايران پر ضد لاريونونه پيل شوي چې لوی لاملونه يې په ايران کې له افغانانو سره ناسم چلند او د تېلي ټانکرونو ايسارول بلل کېږي.

په کابل کې د ايران پر خلاف د احتجاجونو په لړ کې نن هم لسګونو کسانو لاريون وکړ.

لاريونو ، په دې وروستيو کې د ايراني حکومت لخوا د افغان بنديان د اعدامېدو غندنه کوله او دا يې هم ويل چې ايران بايد په دغه هېواد کې تم کړي سلګونه تيلي ټانکرونه افغانستان ته راپرېږدي.

له هغه وروسته چې په ايران کې د افغانستان د سلګونو تېلي ټانکرونو د ايسارېدو پر سر بحثونه تاوده شوي، په ټوله کې د ايران پر خلاف احتجاجونو هم زور اخيستي دي .

يوازې په تېرو دوو اونيو کې دا څلورم ځل دی چې لسګونه کسان په کابل کې د ايران د سفارت مخې ته لاريون کوي.

ننی لاريون د همبستګي افغانستان ګوند له لوري سمبال شوی و.

لاريونو په دې وروستيو کې په ايران کې د افغانانو اعدامېدل وغندل: (( زموږ احتجاج اصلا د ايران د دولت پرخلاف دی، ځکه پرته له کوم ثبوته هغوی افغانان وژلي او بيا يې پر پوله اچولي او پوليس يې ورته خاندي. دا موږ ته د ډېرې خواشينۍ ځای دی. ))

لاريونو له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د دغو اعدامونو پوښتنه ګروېږنه وکړي.

د لاريون يوه سمبالوونکي عاشق الله غرزي بي بي سي ته وویل: ((په دې نژدې وختونو کې ايراني چارواکو زموږ افغانان په ډېره بې رحمانه توګه ووژل، دا دولت خو يو فاسد دولت دی د هغوی پوښتنه نشي کولی، خو دا د روڼ اندو مسووليت دی چې دا غږ راپورته کړي چې هم ايرانيان او هم نړيواله ټولنه دې ته متوجه شي او د دې پوښتنه ګروېږنه وکړي. ))

لاريونو د يو شمېر ايراني چارواکو او ځينې افغان سياسي فعالينو انځورونو ته اور ورته کړ، په کابل کې يې د ايران سفارت په هګيو وويشت او رنګونه يې پرې وشيندل.

څو مياشتې وړاند ې ، تر هغه وروسته چې په ايران کې د يو شمېر افغانانو د اعدامېدو خبرونه خپاره شول د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې ددې کار پرخلاف لاريونونه وشول، خو هغه مهال ايراني چارواکو له خپله لوري دغه ادعاوې رد کړې وې.

د دې ترڅنګ د نني لاريون ګډونوالو په ايران کې د افغانستان د سلګونو تېلي ټانکرونو راپرېښودل هم د افغانستان حق وباله او ويل يې چې چارواکي بايد ژر تر ژره دې لانجې ته د پای ټکی کېږدي.

بل لوري ته په کابل کې ديوه شخصي پوهنتون ځينو محصلينو هم په همدې تړاو لاريون سمبال کړی و او له ايراني چارواکو څخه يې ورته غوښتنه درلوده.

که څه هم افغان چارواکي وايي، په دې برخه کې يې هلې ځلې روانې دي، خو د دې لړۍ په تازه پرمختګونو کې افغان حکومت د ايران هغه غوښتنه رد کړې چې ګنې د تېلو اړتيا ورته څرګنده کړي چې ايران بيا په هماغه کچ تېل ورته راپرېږدي.

خو ځينې داسې اندېښنې هم شته چې که په ايران کې د افغانستان د ټانکرونو لانجه ژر تر ژر پای ته ونه رسي، نو ښايي د دې موضوع په بهانه په دې لانجه کې نور موضوعات هم راوټوکېږي، ځينې کړۍ به سياسي ګټه ورڅخه اخلي چې بيا به يې کابو کول افغان حکومت ته ګرانه پرېوځي.