امريکا افغان امنيتي ځواکونو ته د ۸۰ زره نور سرتېرو د زياتېدو وړانديز کړی

Image caption ولسمشر کرزي ويلي د جنرال جيمز ماتيس پر وړانديز غور کوي او تر خپلو ارزونو وروسته به ورته د هو يا نه ځواب ورکړي.

د تېرو څو کلنو په ترڅ کې د افغان پوځ شمېره نژدې يو نيم لک ته رسېدلې ده خو د مرستندويه هېوادونو او افغانستان تر منځ د شويو تړونونو له مخې دغه شمېره بايد د روان زېږدي کال تر اکتوبر پورې يو لکو اويا زره ته ورسېږي .

خو په يوه نوي پرمختګ کې د امريکا د مرکزي قوماندانۍ عمومي مشر له ولسمشر حامد کرزي سره د وروستۍ ليدنې پر مهال له هغه څخه غوښتي چې تر 2012 کاله پورې دې ملي پوځ او پوليسو ته اتيا زره نور سرتېري ور زيات شي .

د زياتونې موخه د پوځ او پوليسو ليکو ته د خلکو جلب و جذب دی چې دا مهال کمزوری بلل کېږي او تر دې مهمه لا دا چې د ځينو راپورنو له مخې د افغان پوځ او پوليسو له ليکو څخه لا هم سرتېري د بېلا بېلو لاملونو په پايله کې تښتي.

وړانديز ددې تر څنګ چې د مسوليتونو د اخيستلو لپاره افغان لوري ته د سمبالتيا يو سيګنال بلل کېږي دا پيغام هم لري چې که افغان حکومت د جلب و جذب بهير ګړندی کړي نو نړيواله ټولنه او په تېره بيا امريکا يې مالي بسپنه ورکوي.

د ارګ له لوري يوه خپره شوې ويناپاڼه وايي د امريکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جيمز ماتيس له ښاغلي کرزي سره د ليدنې پر مهال هغه ته ويلي چې د زياتېدونکو سرتېرو له ډلې دې اوه دېرش زره ملي پوځ او څلوېښت زره نور د پوليسو په ليکو کې په دندو وګمارل شي.

د افغانستان ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي مرستندويه هېوادونه د هغې بوديجې له مخې د افغان ځواکونو د زياتېدو وړانديز کړی چې مخکې له مخکې په پام کې نيول شوې وه :

(( له نړيوالې ټولنې سره زموږ توافق پړاو په پړاو تر سره کېږي ، دا مهال موږ يو لک و يو اويا زره شپږه سوه ته رسېدلي يو.

ځکه چې هر کال بايد هغه شمېرې چې د پوځ په ليکو کې زياتېږي مشخصې شي چې مرستندوی هېوادونه يې بوديجه په کلنۍ بوديجه کې ځای کړي ، هغوی نه شي کولای چې د څو کلونو لپاره په يوه وار بوديجه وټاکي نو له همدې امله هر کال يو معلوم شمېر وړاندې کوي .

د 2011 تر 2012 پورې يې اوه دېرش زره وړانديز کړی چې د پوځ ليکو ته ور زيات شي ، چې د دواړو لورو له هوکړې وروسته زموږ توافقات له يو لکو يو اويا زره شپږ سوه څخه دوه لکه او اته زره ته رسېږي .))

جنرال جيمز ماتيس ويلي د خپلو نړيوالو ملګرو په مرسته هوډ لري چې د امنيتي ځواکونو ليکو ته زياتېدونکي کسان په وسلو سمبال او وروزي او په ټوله کې افغان امنيتي ځواکونه د شمېر او څرنګوالي دواړو له اړخه دې ته چمتو کړ ي چې څو کاله وروسته په يوازې سره د خپل هېواد امنيت وساتي.

په همدې حال کې ولسمشر کرزي ويلي د ښاغلي ماتيس پر غوښتنه له خپلو امنيتي چارواکو سره سلا مشورې کوي او وروسته به د هو يا نه ځواب ورکړي.

که څه هم امريکا وړاندې اعلان کړی و چې د روان زېږدي کال په منځ کې د خپلو ځواکونو په را ايستلو پيل کوي او ټاکل شوې دغه بهير به تر 2014 کاله پورې بشپړ شي .

د بهرنيو پوځي ډلګيو تر وتلو وروسته يوازينی بديل خپله افغان امنيتي ځواکونه دي چې د خپل هېواد امنيت پخپله خوندي کړي .

خو د امريکا مرستيال ولسمشر جوی بايډن افغانستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال وويل که افغانان وغواړي نو دوی چمتو دي چې په 2014 کال کې له افغانستان څخه ونه وځي.