د ناټو سرمنشي راسموسين ستاسې پوښتنې ځوابوي

اندريس فو راسموسين
Image caption د ناټو سرمنشي د افغانستان د روان حالت، دغلته د ناټو د فعاليتونو، افغان لوري ته د مسوليتونو د لېږد او بالاخره د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه ستاسې پوښتنې ځواب کړې دي.

نوى پيل شوى ميلادي کال په افغانستان کې هم واکمنو او هم بهرنيو ځواکونو – دواړو د اوښتون ټکى بللى دى.

هوکړه دا شوې چې سر له دوبي څخه ، له بهرنيو ځواکونو څخه افغانانو ته د امنيتي مسووليت د لېږدولو بهير پيل او په څلورو کلو کې بشپړ شي.

په دې انتقالي پړاو کې به د ناټو په مشرۍ بهرني ځواکونه د افغانستان پوځي، امنيتي او اقتصادي اړتياوې بشپړوي او په ٢٠١٤ کال کې به يې جنگي ټولگي له دغه هېواده وځي.

خو لاهم د وتلو پر څرنگوالي او چټکوالي يوه کوټلې خبره نه ده شوې.

يو شمېر افغانان په داسې حال کې چې خپل پوځ ته د واکونو د لېږد هرکلى کوي، پر دې اندېښمن دي چې هسې نه بهرني ځواکونه بې له دې چې په افغانستان کې سوله ټينگه کړاى شي، خپلې کډې بار کړي.

موږ له اورېدونکو غوښتي ول چې د وتلو او انتقال پر دغه بهير خپلې ارزونې، انگېرنې، اندېښنې او پوښتنې راواستوي چې د دوى په استازيتوب يې د ناټو له سرمنشي اندرس فو راسموسيمن څخه وپوښتو.

په تېرو څو اوونيو کې گڼ برېښنا ليکونه، اېس اېم اېسونه (پيغامګوټي) او غږيزې ټوټې ستاسې له خوا راورسېدې چې تر وسه وسه مو له ژمنې سره سم په بروکسل کې ستاسې له نامه ښاغلي راسموسين ته وړاندې کړې.

څرنگه چې د هغه خبرو ژباړه غوښته نو اړ و چې خپرونه د دود خلاف، له مخکې ثبت کړو.

له دې امله گرانو اورېدونکو خواشيني يو چې دا اوونۍ په پروگرام کې ستاسې مخامخ هرکلى نشو کولى.

دغه خپرونه د پنجشنبې (جنورۍ ١٣) په ماښامنۍ خپرونه او د اوونۍ په اوږدو کې زموږ د تفريحي پروگرامونو په ترڅ کې د بي بي سي پر څپو اورېدلى شئ.