افغان حکومت: کابل تهران نه دی، هر څوک د لاريون حق لري

فدا حسين مالکي
Image caption په کابل کې د ايران سفير ويلي که د دوی غوښتنه و نه منل شي، نو له افغانستان سره به پر ځينو مسايلو له سره غور وکړي.

په افغانستان کې د ايران سفير فدا حسين مالکي د خپل هېواد له رسمي خبري اژانس ارنا سره په خبرو کې تور پورې کړی چې په کابل کې د ايران سفارت مخې ته د پنجشنبې پر ورځ د افغانانو لاريونونه دده په وينا د يو شمېر لويزو عناصرو له لوري سمبال شوي ول.

ښاغلي مالکي دا يو مغرضانه ګام بللی او ګواښ يې کړی که دده په وينا ددغه مشکوک خوځښت تر شا ولاړ خلک يا عاملين و نه نيول شي نو ايران به د سونتوکو پر ټرانزيټ او له افغانستان سره په يو شمېرو نورو مسايلو له سره غور وکړي .

په کابل کې د ايران سفارت حاضر نه شو چې په دې اړه له بي بي سي سره خبرې وکړي، خو د افغان حکومت يو وياند رفيع فردوس د ايراني سفير د څرګندونو په غبرګون کې وويل د بيان ازادي او د اعتراض حق د هېواد په اساسي قانون کې ځای پر ځای شوی او حکومت يې پر خلاف ګام نه شي اخيستای: ((کابل تهران نه دی! د بيان د ازادۍ په تړاوو زموږ د اساسی قانون له مخې هر څوک حق لري چې خپل نظر او اعتراض په ډاګه کړي. په همدې بنسټ موږ به هېڅ داسې کار و نه کړو چې زموږ له اساسي قانون سره په ټکر کې وي.))

د تېرې ورځې لاريونو د ايران له لوري د افغانانو د وژنې هغه پېښه غندله چې په دې ورستيو کې يې د يوه کورني خصوصي ټلوېزيوني چينل له لوري انځورونه خپاره شوي ول او ايراني چارواکو درواغ بللي ول .

د دې ترڅنګ لاريونو پر دې هم اعتراض درلود چې ايران له تېرو شاوخوا څلوېښتو ورځو راهيسې د ايران په خاوره کې د ننه د افغان سوداګرو تيلي ټانکرونه ايسار کړي دي .

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي ددغو ټانکرونو ايسارول د افغانستان- ايران تر منځ د ټرانزيټي تړونونو پر خلاف بولي او وايي په دې اړه لا هم خبرې روانې دي.

دغه راز ښاغلي احدي وويل په افغانستان د سونتوکو د کمښت د مخنيوي لپاره يې له روسيې او قزاقستان څخه تېل پېرودلي او په دوو اونيو کې به افغانستان ته را ورسېږي .

د ايران په خارو کې د افغان سوداګرو د شاوخوا اتلس سوه تلي ټانکرونو ايسارولو په وروستيو څو اونيو کې د خلکو او سياسي ډول بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي .