د جنورۍ ۱٤مه د تاريخ په پاڼو کې

د ١٩٢٩ کال د جنورۍ د مياشتي په ١٤ نيټه د افغانستان پاچا امان الله خان استعفا ورکولو ته اړ شو
Image caption د ١٩٢٩ کال د جنورۍ د مياشتي په ١٤ نيټه د افغانستان پاچا امان الله خان استعفا ورکولو ته اړ شو

نن د مرغومي جدي ٢٤ او د جنوري د مياشتي ١٤ نيته ده د تاريخ په پاڼو کې نن ورځ دغه پيښې ثبت شو ي دي

په ١٦٠١ کال کې په روم کې کليسا د يهوديانو مقدس کتاب تورات وسوځولى

د ١٧١٧ م کال جنورۍ په ١٤ نيټه د جنايتکارانو او بلواگرو د دلې المانى مشر سجاکو په امستردام کې اعدام شو

په ١٧٨٣ کال کې کانگريس د امريکا او انگلستان ترمنځ د سولې تړون تصديق کړ

په ١٧٨٤ انقلابي جگړه پاى ته ورسيده او کانگريس د پاريس تړون ومنلى

په ١٧٩٩ کال کې د فرانسوي ځواکونو تر رسيدلو مخکي د نيپال پاچا له هيواده وتښتيدى

د ١٨٧٨ کال د جنورۍ په ١٤ نيټه د امريکا ستره محکمې امر ورکړ چې په اورگاډو کې نژادي بيلتون غير قانوني دى

د ١٩٢٩ کال د جنورۍ د مياشتي په ١٤ نيټه د افغانستان پاچا امان الله خان استعفا ورکولو ته اړ شو

په ١٩٧٥ کال کې پخواني شوروي اتحاد له امريکا سره سوداگريز تړون مات کړ

او د ١٩٨٩ کال د جنورۍ په ١٤ نيټه د انگلستان د براد فورت په ښار کې ١٠٠٠ مسلمانانو د سلمان رشدي د شيطاني اياتو په نامه ليکل شوى کتاب وسوځولى

ورته مطالب