'د محکمې تر پرېکړې مخکې دې ولسي جرګه نه پرانیستل کېږي'

تېره ولسي جرګه
Image caption افغان ولسمشر هم څو اوونۍ مخکې ویلي وو چې د سلواغۍ میاشتې په لومړیو کې به په رسمي توګه د افغانستان نوې ولسي جرګه پرانيزي.

د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې بریاليو نوماندانو ته په دې موخه یو کورس جوړ شوی دی، چې له پارلماني چارو سره اشنا شي.

د افغانستان د ولسي جرګې دارالانشاء وايي چې په دغه پنځه ورځني کورس کې به د سنبلې/ وږي د ۲۷ د ټاکنو بریالي نوماندان د یو شمېر افغان او بهرنیو پارلماني کارپوهانو تر نظر لاندې دا زده کړه کوي خپل مسؤولیتونه په ښه توګه وپېژني.

د ولسي جرګې د دارالانشاء مشر غلام حسن ګران هم دغه خبره کوي.

بله غاړه هم په کابل کې یو شمېر ناراضي نوماندانو د یوې غونډې په ترڅ کې د تېرو ټاکنو د پايلو د باطلولو غوښتنه وکړه.

دوی تېرې ټاکنې له ټګیو برګیو ډکې بللې، خو یو شمېر نورو یې ویل چې ولسمشر باید د ټاکنو د پایلو په اړه د ځانګړې محکمې تر حکم مخکې د ولسي جرګې پرانسته ونه کړي.

پر دې اړه به د یو تن ناراضي نوماند صدیق منصور انصاري خبرو ته غوږ شو:

''موږ ښاغلي معنوي او د ټاکنو دواړو کمیسیونونو او افغان ولسمشر ته دا وایو چې هېڅ قوت به دغه باطل انتخابات د افغانستان پرملت تحمیل نه کړای شي، افغانان به پرېنږدي چې د محاکمو تر پرېکړې مخکې د افغانستان پر مظلوم ولس د پارلمان په نامه یو څه وتپل شي.''

بله غاړه د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې هم ناراضي نوماندانو لاریون کړی و، او د کابل – ګردېز لویه لاره یې د څو ساعتونو لپاره تړلې وه. دوی هم له افغان ولسمشر نه ورته غوښتنه لرله.

له دې ډلې څخه پاچا خان ځدراڼ وویل که د دوی غوښتنو ته ځواب ونه ویل شي ، نو په ټول افغانستان کې به ګډوډي رامنځ ته شي:

''هغه کسان یې راوستي دي چې ټول پر یوه تنظيم پورې اړه لري، موږ د دې لپاره راغلي یو چې دلته باید د یوه تنظيم حکومت نه وي، یو ملي حکومت وي، د یوه تنظيم پارلمان نه وي، تر هغه چې محکمې پرېکړه نه وي کړې، ولسمشر باید پارلمان افتتاح نه کړي.''

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د دارالانشاء مشر غلام حسن ګران وايي داسې څه یې د حکومت لخوا نه دي تر ګوتو کړي چې پر بنسټ یې د نوماندانو ښوونیز پړاو وځنډول شي :

''د دې کورس اصلي هدف پر درېیو پارلماني دندو راټول دي، قانون جوړونه، د حکومت پر اموالو نظارت، او د خلکو استازیتوب دی.''

افغان ولسمشر هم څو اوونۍ مخکې ویلي وو چې د سلواغۍ میاشتې په لومړیو کې به په رسمي توګه د افغانستان نوې ولسي جرګه پرانيزي.

Image caption د دغو لانجمنو ټاکنو په ترڅ کې تر ۲۵۰۰ ډېرو نوماندانو د ولسي جرګې د ۲۴۹ څوکیو لپاره سیالي کوله.

خو داسې ښکاري چې په دې اړه راپورته شوې ستونزې لاهم پر خپل ځای دي، تراوسه ځانګړې محکمې هم پر دې اړه څه پرېکړه نه ده کړې.

تر دې مخکې د افغانستان لویې څارنوالۍ هم له سترګې محکمې نه د ټاکنو د پایلو د لغوه کولو غوښتنه کړې وه. خو د ټاکنیزو کمیسیونونو چارواکو دا غوښتنه ناقانونه بللې وه.

د دغو لانجمنو ټاکنو په ترڅ کې تر ۲۵۰۰ ډېرو نوماندانو د ولسي جرګې د ۲۴۹ څوکیو لپاره سیالي کوله.

ورته مطالب