''د افغاني پوهنتونونو درسي توکي زاړه دي، نوښت غواړي''

کابل پوهنتون
Image caption د کابل پوهنتون مشر پوهاند حميدالله امين دا خبره مني چې د د افغانستان د پوهنتونونو نصاب ډير زوړ دي خو وايي نوې طرحه به دغو ټولو ستونزو ته ځواب ووايي

د افغانستان د لوړو زده کړو چارو وزارت داسې هڅې یې پيل کړې چې په وينا يي موخه يې په دغه هېواد کې د لوړو زده کړو معياري کول دي.

د نصاب نوي کول، او په بهر کې ښوونکو ته د لا نورې زده کړې زمينه برابرول له همدغو هڅو څخه بلل کېږي.

چارواکي وايي چې د لوړو زده کړو د جوړښت معياري کول او نوي کول به تر درو کلونو ډېر وخت ونيسي.

په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په نيمه عالي موسساتو کې د ښوونيز نصاب زوړوالى او د ښوونيزو توکيو لږوالى د لوړو زده کړو د معياري کولو په برخه کې تر ټولو ستره ستونزه بلل کيږي.

د کابل پوهنتون يو تن زده کوونکى احمد شعيب وايي ښوونکي ورته د لسگونو کلونو زاړه ښوونيز درسونه تدريسوي .

اوس د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د ټولو پوهنتونونو د او د لوړو زده کړو د نيمه عالي موسسو مشران کابل ته راغوښتي چې ورسره د شته ستونزو او د لوړو زده کړو د معياري کولو په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزير سرور دانش وايي چې په دې برخه کې يې يوه طرحه جوړه کړې ده چې په اړه به يې د لوړو زده کړو له استادانو سره مشوره وشي او بيا به پلي شي:

''ډېر پام به د لوړ زده کړو کيفيت او هغو پروژو ته وي چې پر دې اړه يې لرو، زموږ ددوه درې ورځو خبرې به د کيفيت پر لوړولو راغونډې وي،موږ به د لوړو زده کړو له ټولو ٢٥ موسسو سره همغږي پيدا کوو،سلا او مشوره به ترې اخلو،او له هغو کسانو سره به همغږي پيدا کوو چې دا پروژې پلي کوي چې د پلان له مخه په نويم ٩٠ کال کې دا پروژې پلې شي.''

د لوړو زده کړو د ښوونيز نصاب نوي کول هم ددغې طرحې يوه برخه ده.

د کابل پوهنتون مشر پوهاند حميدالله امين دا خبره مني چې د د افغانستان د پوهنتونونو نصاب ډير زوړ دي خو وايي نوې طرحه به دغو ټولو ستونزو ته ځواب ووايي:

''زموږ کريکولمونه زاړه دي، چې بايد د مهال او ۲۱ پېړۍ د غوښتنو په رڼا کې نوي شي، همدا راز کتابتونونه بايد کمپيوټري شي، نو کمپيوټرونه بايد ډير شي موږ بايد له هغو اسانتياو او ښوونيزو توکيو نه گټه واخلو چې په يويشتمه پېړۍ کې په ټوله نړۍ کې دود دي،موږ لابراتوارونه سم کتابتونونه او ښوونيز توکي نه لرو د کتاب د چاپ اسانتيا هم نه لرو دا ټول بايد له يوه مخه سم کړل شي.''

Image caption د کابل پوهنتون يو تن زده کوونکى احمد شعيب وايي ښوونکي ورته د لسگونو کلونو زاړه ښوونيز درسونه تدريسوي .

د ورځې له دود سره برابرې ښوونيزې لارې غوره کول او د علمي سويې د پورته کولو په موخه بهرنيو هېوادونو ته د لوړو زده کړو ښوونکي استول هم د يادې شوې طرحې برخې بلل کېږي.

ټاکل شوې ده چې دغه طرحه په راروان لمريز کال کې پلې شي چې مالي لگښت يې نړيوال بانک پرغاړه اخیستى دى.

چارواکي هيلمن دي چې دا به د لوړو زده کړو د ميعاري کولو په لوري يو گټور گام وي خو وايي د ټولو ستونزو هوارى ډېرو کلونو او ميلونونو ډالرو ته اړتيا لري.