'پاکستان د افغانستان د سولې له بهیر سره همکارۍ ته چمتو دی'

سلمان بشیر
Image caption د ارګ په ويناپاڼه کې ويل شوي چې ښاغلي بشير له افغان لوري سره د سوداګريزو اړيکو او ټرانزيټي اسانتياوې د برابرولو په اړه هم خبرې کړې دي.

پاکستان يو ځل بيا د افغان حکومت او مخالفينو تر منځ د روغې جوړې د هڅو ملاتړ کړی دی .

د پاکستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير تېره ورځ افغانستان ته راغلی او له ولسمشر حامد کرزي سره د ليدنې پر مهال يې ژمنه کړې چې د سولې په هڅو کې هر ډول همکاري ته چمتو دي.

له تېرې شاوخوا يوې اوونۍ راهيسې دا افغانستان ته د دوو سياليو ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو د چارواکو دويم سفر دی .

شاخوا يوه اوونۍ وړاندې د هند د بهرنيو چارو وزير ايس ايم کرېشنا افغانستان ته د خپل سفر پر مهال په دغه هېواد کې د سولې په بهير کې هر ډول بهرنۍ لاسوهنه زيان رسوونکې وبلله .

خو د پاکستان د بهرنيو چار و مرستيال وزير سلمان بشير بيا له دې پيغام سره راغلی چې وايي پاکستان چتمو دی په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې له بهير سره همکاري او مرسته وکړي.

ارګ په يوه ويناپاڼه کې ويلي سلمان بشير له ولسمشر حامد کرزي سره د ليدنې پر مهال اسلام اباد ته د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي سفر ګټور بللی دی .

د ډېرو په باور پاکستان يوازېنی هېواد دی چې د افغان حکومت پر سترې مخالفې ډلې طالبانو باندې اغېزه لري او له همدې کبله د سولې په برخه کې هم د نورو ټولو لورو په پرتله ډېر اغېزناک برېښي.

خو د افغانستان پر دغه ګاونډي لويه نيوکه دا ده چې له افغان دولت او د هغه له مخالفينو سره دوه مخی سياست پر مخ بيايي .

ډېر شنونکو باور لري چې پاکستان افغان دولت ته د مرستې او همکارۍ ژمنې ورکوي او مخالفينو ته نارسمي اډې او پټنځايونه چې دې کار په افغانستان کې د سولې راتګ له خنډ سره مخامخ کړی دی.

د ارګ په ويناپاڼه کې ويل شوي چې ښاغلي بشير له افغان لوري سره د سوداګريزو اړيکو او ټرانزيټي اسانتياوې د برابرولو په اړه هم خبرې کړې دي.

ورته مطالب