په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان حکومت د واشنګټن اندېښنې رد کړې

افغان حکومت امریکایي قراردادیانو ته د بیا رغونې پر ورکړل شویو مرستندویه پرو‌ژو د ټکس یا مالیې د لګولو له اړخه د واشنګټن اندیښنې رد کړې دې.

د 'واشنګټن پوست' په نوم امریکایي ورځپاڼې د نانومول شویو امریکایي چارواکو له قوله د افغان حکومت دغه اقدام د امریکا د قانون او دا راز د کابل او واشنګټن تر مینځه د لاسلیک شویو تړونونو خلاف بللی .

ورځپاڼه لیکي چې په دې سره د کابل او واشنګټن تر مینځه نوې ترینګلتیا پېښېدی شي.

خو د افغانستان د مالیې وزارت وایي ځینې قراردادیان له واشنګټن سره د شوی تړون په پرده کې د خپلو قراردادونو له دایرې پښه اړوي او د افغانستان مارکیټونوته د مالیې له ورکړې پرته په قاچاقي ډول پراخه سوداګرۍ کوي.

د ګمرکونو او عایداتو په برخه کې د دغه وزارت معین سید مبین شاه په همدې اړه په کابل کې زموږ له همکارخپلواک ساپي سره د مرکې په سر کې د واشنګټن شکونه د قراردادیانو د چل وټې پایله بولي.