ولسمشر حامد کرزی روسيې ته په دوه ورځني سفر ځي

ولسمشر کرزی او ميدوېدوف

کابل وايي مسکو ته د ولسمشر کرزي دوه ورځنی سفر د روسيې د ولسمشر ديميتري ميدويدوف په بلنه کېږي .

افغان دولت ويلي دواړه مشران به د اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي .

داسې برېښي چې له روسي چارواکو سره به په خبرو کې د تېلو مسله هم ياده شي ځکه وار له مخې لا د افغانستان د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي د همدې موخې لپاره مسکو ته رسېدلی دی.

افغان دولت تمه کوي چې مسکو به پرې مليونونه ټنه تېل وپلوري چې ورسره به د ايران د بنديز له کبله په افغانستان کې د تېلو د کمښت راټوکېدلی کړکېچ له منځه ولاړ شي .

د دواړو مشرانو تر منځ د خبرو يوه بله موضوع به د منځنۍ اسيا له لارې له افغانستانه روسيې ته د قاچاق کېدونکو نشه يي توکو او د افغانستان په شمال کې د طالبانو د زياتېدو له امله د روسيې اندېښنې وي.

تېره مياشت د روسيې ، افغانستان، پاکستان او تاجکستان د نشه يي توکو ضد ادارو يو خپل منځي تړون وکړ چې له مخې به يې له افغان پولو څخه هغې خوا ته د ور اوښتونکو نشه يي توکو په مخنيوي کې له يو بل سره همکاري کوي .

دغه تړون تر هغه څو مياشتې وروسته لاسليک شو چې ښاغلي کرزي د تېر کال په اکتوبر کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو لپاره له امريکايي او افغان ځواکونو سره په عملياتو کې د روسانو د ګډون له امله خپله غوسه څرګنده کړه .

د شمېرو له مخې افغانستان د نړۍ نوي سلنه اپيم توليدوي چې دغه توکي بيا په منځنۍ اسيا کې د پخواني شوري اتحاد د جمهوريتونو او روسيې له لارې نورو سيمو ته وړل کېږي .

خپله په روسيه کې دا مهال دوه ميليونه روږدي کسان شته ځکه نو دغه هېواد ژمنه کړې چې د نشه يي توکو د قاچاق په مخنيوي کې به له ناټو سره مرسته کوي .