د سوداګرۍ خونو له ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه پرېښوده

قربان حقجو
Image caption د افغانستان د سوداگريزې خونې مشر قربان حقجو وويل چې افغانستان ايران ته په کال کې د شاوخوا ٥٠ ميليونه ډالرو په ارزښت توکي ليږي خو په يو کال کې د ايران صادرات دغه هېواد ته ٨٠٠ ميلونه ډالره کېږي

د افغانستان د سوداگرۍ خونې له ايران سره سوداگريزه راکړه ورکړه پريښوده.

د افغانستان د سوداگريزې خونې مرستيال خان جان الکوزي خبريالانو ته وويل چې دا پرېکړه يې پر يوازې سر نه ده کړې بلکې ددغه هېواد سوداگريزو ټولنو له ايران سره ددغه ډول چلند غوښتنه کوله.

د سوداگرۍ خونې تيره اوونۍ ايران ته گواښ کړى و که د افغان سوداگرو د شاوخوا ۱۸۰۰ تيلي ټانکرونو ته د ليږد اجازه ورنه کړي، نو دوى به هم له ايران سره کېدونکې سوداگرۍ ته د پاى ټکى کېږي.

افغان سوداگر وايي چې ايران افغانستان ته په کال کې د ٨٠٠ ميلیونو په ارزښت صادرات لري.

د افغانستان د سوداگرۍ د خونې مشر قربان حقجو وويل چې ددغو توکيو ٩٠ سلنه په افغانستان کې چمتو کېداى شي چې ور سره به د افغانستان پر کورني صنعت گټور اغېز وکړي.

له نژدې يوې نيمې مياشتې راهيسې چې په ايران کې شاوخوا يونيم زر ترانزيتي تيلي ټاکرونه درول شوي دي ورځ په ورځ د افغان ولس، سوداگرو، او تر يوۀ ځايه د حکومتي چارواکو غبرگونونه توند او پراخيږي.

د يوۀ نوي پرمختگ په ترڅ کې د افغانستان د سوداگرۍ خونې، او ددغه هيوا د د سوداگرۍ گڼو نورو واردوونکو او صادرونکو ټولنو سره له ننه له ايران سره د سوداگريزې راکړې ورکړې د ختمولو اعلان وکړ.

د افغانستان د سوداگريزې خونې مرستيال خان جان الکوزي خبريالانو ته وويل چې دا پرېکړه يې پر يوازې سر نه ده کړې بلکې ددغه هېواد سوداگريزو ټولنو له ايران سره ددغه ډول چلند غوښتنه کوله.

''د سوداګرۍ خونې بورډ پخپله دا پرېکړه نه ده کړې، بلکې دا د سوداګرو د اتحادیو غوښتنه وه، او په ایران کې زموږ مال له خطر سره مخامخ و. تر هغه چې ایران نړیوالو او سیمه ییزو قراردادونو ته درناوی ونه کړي، موږ هلته سوداګري نه شو کولی. دا زموږ د سوداګرو غوښتنه ده چې پر بنسټ یې سر له ننه موږ پرېکړه کړې چې نوي قراردادونه نه کوو، هغه قراردادونه چې د دوو درېیو میاشتو په لړ کې پای ته رسېږي، هغه به بشپړېږي؛ ځکه چې موږ هلته پیسې ورکړې دي.''

د افغانستان د سوداگريزې خونې مشر قربان حقجو وويل چې افغانستان ايران ته په کال کې د شاوخوا ٥٠ ميليونه ډالرو په ارزښت توکي ليږي خو په يو کال کې د ايران صادرات دغه هېواد ته ٨٠٠ ميلونه ډالره کېږي:

''په ٢٠٠٩ کال کې د ايران د وارداتو کچه ۵۷۰ ميلیونه ډالره وه، خو لوړه کچه يې نژدې ۸۰۰ ميليونو ډالرو ته رسېږي، او زموږ صادرات نژدې ۵۰ ميلیونو ډالرو ته رسېږي، بايد ووايم چې دا رسمي شمېرې دي، او د پانگونې په اړه بايد ووايم چې ۱۲۰ افغان شرکتونو د ايران په چاه بهار کې ځانونه د پانگونې لپاره ثبت کړي دي، چې ځينو يې خپله پانگونه پيل کړې ده، زه په کره ډول نه پوهېږم چې دغو يو ۱۲۰ شرکتونو په کومه کچه پانگونه کوله خو اوس يې خپله پانگونه درولې ده.''

ښاغلي حقجو وويل چې له ايرانه کوم توکي رالېږدول کېږي اوس په افغانستان کې دا شونتيا شته چې ۹۰٪ يې خپله توليد کړي.

په شر کې خیر

نوموړي وويل چې ښايي په دغه شر کې خير نغښتى وي په دې مانا چې افغانان به د ايراني توکيو پر ځاى د افغاني توکو اخیستلو ته مخه وکړي او افغانستان به پر ځان د بسياتوب پر لوري گام واخلي:

''په ریښتيا سره چې موږ له ايران څخه کوم توکي رالېږدوو، ۹۰ په ۱۰۰ کې هغه څيزونه دي چې موږ يې په افغانستان کې د توليد توان لرو، هغه کاغذ دى، چپړې دي، د لوښو وينځلو مايع ده، پوډر دي، صابون دى همدا راز خوراکي توکي، لرگين توکي، د گاډو پرزې دا ټول هغه څيزونه دي چې د هرات، کابل، مزاراو ننگرهار په صنعتي پارکونو کې توليدېږي، که دا بهير ادامه پيدا کړي نو هغه خبره شي چې وايي شر دې پېښ شي چې زموږ په کې گټه وي، دغو توکي چې د ايراني وارداتو له کبله يې گوزار خووړه وبه هڅول شي او پرمختگ به وکړي.''

Image caption خان جان الکوزي وویل له ایران سره یې د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې د پرېښودو پرېکړه پخپل سر نه، بلکې د سوداګرو په غوښتنه کړې ده.

د سوداگرۍ خونې له افغان حکومت نه هم ځينې غوښتنې لرلې يوه يې دا وه چې حکومت بايد دا معلومه کړي چې افغانستان په يوه کال کې څومره تیلو او لومړنيو توکيو ته اړتيا لري.

همدا راز بايد ستراتيژيکې زېرمې جوړې کړي، بله دا چې ترانزيتي لارې بايد د تړونونو له مخه تل پرانیستې وساتي.

د سوداگرۍ خونې وويل دا مهال چې په ايران کې د 'ايکو' سازمان د سوداگريزو خونو کومه غونډه روانه ده له دې کبله يې په کې گډون ونه کړ، چې دا غونډه په ايران کې ده او ايران د 'ايکو' پر پرېکړو پښې اېښې دي.

ورته مطالب