له افغانستان سره د اسیا د پرمختیايي بانک ۳۵۰ میلیون ډالر مرسته

د اسیا پرمختیايي بانک
Image caption دا مرستې له هغو ٤٥٠ ميلونو ډالرو نه جلا دي چې د اسيا پرمختيايي بانک يې افغانستان ته د ورکړې ژمنه کړې ده او يا تر اوسه د سړکونو په جوړولو لگېدلي دي.

د اسيا پرمختيايي بانک له افغان حکومت سره څه باندې ۳۵۰ ميلیونه مرسته وکړه.

د افغانستان د ماليې وزارت وايي ټاکل شوې ده چې په مرسته شويو پيسو سره ددغه هېواد په شمال لوېديځ کې د حلقوي سړک پاتې برخه جوړه کړي.

ددغه سړک تر دوو سوو کيلومترو ډيره برخه د افغانستان په شمال لويديځ کې ده چې کار به يې په راروانو دوو کلونو کې بشپړ شي.

د افغانستان او د اسيا پرمختيايي بانک د څه باندې درې سوه او پنځوس ميلونو په ارزښت درې تړونونه لاسليک کړل دغه پيسې به په دغه هيواد کې د لويو لارو د جوړولو او د بريښنا د چمتو کولو په برخو کې ولگول شي.

ددغه تړونونو پام وړ برخه له يادې شوې ټولگې نه درې سوه او څلويښت ميلونه ډالر دي دي چې په مټ به يې د افغانستان په شمال لوديځ کې د قيصار،بالامرغاب اوليمان ښارگوټي يو تر بله وتړل شي.

دا لويه لاره د افغانستان د حلقوي سړک يوه برخه ده ټول سړک ٢٧٠٠ کيلومتره اوږدوالى لري، د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال وويل چې د اسيا پرمختيايي بانک په نړيواله کچه د افغانستان څلورم مرستندوى دى، خو وايي ارزښت يې په دې کې دي چې دغه بانک خپلې ټولې مرستې د افغان حکومت له لارې لگوي.

د اسيا د پرمختيايي بانک د مرکزي اسيا د برخې مشر جووان ميرانډا د تړونونو د لاسليکلو پر مهال وويل چې ددغه سړک په بشپړتيا سره به سميزې همکارۍ وغوړيږي او افغانستان به د يوۀ لگښتي هېواد پرځاى يو ترانزيتي هېواد شي:

''د ا د ٢٧٠٠ کيلو متره حلقوي سړک وروستۍ برخه ده،او کله چې بشپړه شي ددغه هيواد لوى ښارونه به يو له بل سره ونښلوي،او نن چې کومه پروژه لاسليک شوه د ا به د سميزو همکاريو د پياوړتيا،د سوداگرۍ د چټکتيا،د سوداگرۍ د لگښت د کميدو او د بې وزلۍ د کچې د ټيټيدو لامل وگرځي.''

Image caption د اسيا د پرمختيايي بانک د مرکزي اسيا د برخې مشر جووان ميرانډا د تړونونو د لاسليکلو پر مهال وويل چې ددغه سړک په بشپړتيا سره به سميزې همکارۍ وغوړيږي او افغانستان به د يوۀ لگښتي هيواد پرځاى يو ترانزيتي هيواد شي.

دا مرستې له هغو ٤٥٠ ميلونو ډالرو نه جلا دي چې د اسيا پرمختيايي بانک يې افغانستان ته د ورکړې ژمنه کړې ده او يا تر اوسه د سړکونو په جوړولو لگېدلي دي.

او دوه نور تړونونه د ۱۳ نيم ميلیونو ډالرو په ارزښت د برېښنا د چمتو کولو په برخه د افغانستان له ماليې وزارت سره لاسليک شول.

دا پيسې به د افغانستان او تاجکستان تر منځ د بريښنايزې شبکې په جوړولو ولگول شي، چارواکي هيلمن دي چې دا شبکه به د روان ميلادي کال تر نيمايي پورې بشپړه شي.

ورته مطالب