ځانګړې محکمه: ولسمشر دې نوی پارلمان نه پرانیزي

په افغانستان کې د انتخاباتي شکایتونو د ارزولو ځانګړې محکمې له ولسمشر حامد کرزی نه غوښتي چې د نوې ملي شورا پرانیستل لږ تر لږه د یوې میاشتې لپاره وځنډوي.

په لومړني مهال وېش کې د درې ورځني ځنډ له راتلو وروسته د ملي شورا د پرانیستو لپاره د جنورۍ ۲۳مه په پام کې نیول شوې.

د خپلواک ساپي رپوټ

د دغې ځانګړې محکمې مشر صدیق الله حقیق وایي د دوی د موندنو له مخې د انتخاباتي درغلیو کچه خورا پراخه ده اوارزول یې نور وخت ته اړتیا لري.

ښاغلي حقیق په کابل کې خبریالانو ته د څرګندونو پرمهال د انتخاباتو پرکمېسیون له محکمې سره د نه همکارۍ د پړې د اچولو تر څنګه له لویه سره د انتخاباتو د بې اعتباره اعلانولو احتمال هم نه دی رد کړی.

میاشت وړاندې د ولسمشر حامد کرزي په حکم جوړه شوې دغه ځانګړې محکمه وایي موندنې یې ښیي چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د لومړنیو اټکلونو خلاف زیاته درغلي شوې، او دا چې له دې اړخه دوی ته د رسیدلو څه باندې ۴۰۰ شکایتونو د ارزولو لپاره لږ تر لږه د نورې یوې میاشتې د خوارۍ اړتیا ده.

د محکمې مشر قاضی صدیق الله حقیق په کابل کې د خبریالانو په وړاندې د څرګندونو پر مهال همدا له ولسمشر کرزي نه د نوې ملي شورا د پرانستو د ځنډولو اصلي دلیل وباله:

''ستاسو د ادعاوو په رڼا کې د شفافیت لپاره، ملت، بریالیو نوماندانو او پارلمان ته په درناوي سره، د ځانګړې محکمې پرېکړه دا ده چې ښاغلی ولسمشر دې د پارلمان پرانیسته وځنډوي.''

دغه محکمه له سره د رایو شمیرل او په مرکز کابل کې د رایو له ثبت شوې شمېرې سره په ولایتونو او ولسوالیو کې د اچول شویو رایو پرتله کول د شکایت کوونکو تر ټولو لویه غوښتنه یادوي.

په دې سربېره محکمې د ور رسېدلو شکایتونو له مخې د څه باندې یو ملیون باطلو شویو رایو د قرنطین کېدا پر څرنګوالي هم شک وښود.

دا راز قاضیان د انتخاباتو کمیسیون د درغلیو په تړاو له پیل شویو عدلي او قضایي پلټنو سره د همکارۍ په نه کولو تورنوي او وایي له لویه سره د دوی پوښتنوته ځواب نه وایي.

خوله همدې اړخه د محکمې د مشر قاضي صدیق الله حقیق خبرداری دا و چې دوی به په هر حال کې د ټولو خواوو په ګډون د پرانیستو قضایي غونډو په پایله کې خپله پرېکړه اعلانوي، او دا احتمال یې رد نه کړ چې کېدای شي په لسګونو کسان د ملي شورا له احتمالي پرانیستل کېدا سره سره بېرته له ولسي جرګې وایستل شي.

معترض نوماندان

پر همدې مهال لسګونه معترضو نوماندانو خبر داری ورکړی، که چېرې ولسمشر حامد کرزی پارلمان پرانیزي، حکومت به له لویو ستونزو سره مخامخ شي، چې په وینا یې ان ولسمشر به هم خپل مشروعیت له لاسه ورکړي.

ارګ لا د چهارشنبې د ورځې تر وروستیو د ملي شورا د پرانیستې د ځنډولو په اړه د دغې ځانګړې محکمې غوښتنې ته غبرګون نه وو ښودلی، خو ژمنه یې دا وه چې ډېر ژر به په دې اړه د رسمي اعلامیې له لارې خپل دریځ روښانه کړي او د انتخاباتو کمیسیون بیا وایي دوی د محکمې له وروستۍ پرېکړې وړاندې په دې اړه د څه ویلو لېوالتیا نه لري.

د ولسي جرګې د انتخاباتو رسمي پایلې د تېر دسمبر په پیل کې اعلان شوې. خو د انتخاباتي درغلیو په تړاو د همدغو ګڼو شکایتونو له کبله لا تر اوسه د ملي شورا پرانیستنه ځنډېدلې ده.

پر همدې مهال لسګونه معترضو نوماندانو خبر داری ورکړی، که چېرې ولسمشر حامد کرزی پارلمان پرانیزي، حکومت به له لویو ستونزو سره مخامخ شي، چې په وینا یې ان ولسمشر به هم خپل مشروعیت له لاسه ورکړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .