مامون: د تیزابو د پېښې تر شا د ایران لاس دی

ښاغلی مامون
Image caption ښاغلي مامون وويل د ده دغه کتاب ډېر لوستونکي پيدا کړي، او ګڼو لوستونکو يې د بيا چاپولو غوښتنه هم کړې، خو ځينو ايرانيانو د کتاب خپروونکی په مرګ ګواښلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي پر افغان ورځپاڼه لیکونکي رزاق مامون د تېزابو د شیندلو پېښې په تړاو یوه څېړنیزه ډله ګمارل شوې ده.

د افغانستان د ملي امنيت رياست وايي پر افغان خبريال او ورځپاڼه ليکونکي يې د تيزابو د شيندلو دپېښې په اړه پلټنه دوام لري.

د ملي امنيت رياست وياند لطف الله مشعل بي بي سي ته وويل د دې پېښې د پلټنو لپاره يوه ډله ګمارل شوې، خو تر دې مهاله يې په اړه څوک نه دي نيول شوي.

د تېرې سه شنبې پر ماښام پر افغان خبريال رزاق مامون د کابل ښار په نهمه ناحيه مکروريانو کې کور ته څېرمه تېزاب وشيندل شول، او بريد کوونکی وتښتېد.

په پېښه کې د ښاغلي مامون مخ سوځېدلی، خو د روغتيايي چارواکو په وينا ټپونه يې د اندېښنې وړ نه دي.

رزاق مامون بي بي سي ته وويل چې ددغه بريد ترشا د ايران لاس دي.

د فرعون د پښو پلونه

نوموړي زياته کړه، چې د ((د فرعون د پښو نښې)) په نامه پخپل يوه خپاره شوي کتاب کې يې د افغانستان د مسايلو په اړه د ايران پر تخريبي رول څرګندونې کړې، چې له دې کبله ايران پرې دغه بريد کړی دی.

ښاغلي مامون وويل د ده دغه کتاب ډېر لوستونکي پيدا کړي، او ګڼو لوستونکو يې د بيا چاپولو غوښتنه هم کړې، خو ځينو ايرانيانو د کتاب خپروونکی په مرګ ګواښلی دی.

خو د ملي امنيت رياست وايي دا به له وخت وړاندې خبره وي چې پر افغان خبريال د بريد تر شا د چا لاسونه دي.

د دغه رياست وياند وايي هغه ډله چې د دې پېښې د پلټنې په اړه ګمارل شوې، له ښاغلي مامون سره هم په اړيکه کې ده، چې پخپلو پلټنو کې د هغه له څرګندونو هم ګټه اخلي.

په کابل کې د ايران سفارت تر اوسه د ايران په اړه د ښاغلي مامون د تورونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

پر همدې حال د خبريالانو ملي اتحاديې پر افغان ليکوال د تيزابو شيندلو پېښه غندلې او ويلي دي چې حکومت له خبريالانو د دفاع په برخه کې پاتې راغلی دی.

د افغانستان د خبريالانو د اتحاديې رييس حميد مبارز د پېښې په غندلو سره ويلي، پر ټولو وګړو د قانون د پلی کولو په برخه کې حکومت ناتوانه دی، چې همدا په هېواد کې د تاوتريخوالي د ډېرېدو لامل شوی:

''دا د مامون پروړاندې يو نا انساني او غير اسلامي تاوتريخوالی دی، دې کار د افغانستان رسنيزې او کولتوري برخو ته سخت زيان اړولی. زه باوري يم که چېرې دولت په تېرو نهو کلونو کې په هېواد کې له تردد پرته پر ټولو قانون پلی کړی وای، زموږ په هېواد کې به تاوتريخوالی تر اوسه پاتې نه وای. ''

افغان چارواکو تل ويلي چې د وينا د ازادۍ او خبريالانو د حقونو پلويان دي، خو د خبريالانو اتحاديه حکومت په دې برخه کې په بې مسؤوليتۍ تورنوي.

ورته مطالب