په پکتیکا کې د ماین چاودنې ۱۳ ملکي کسان ووژل

پکتیکا

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د یوه ماین د چاودنې په پېښه کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوی دي.

پېښه د پکتیکا والي محب الله صمیم هم تایید کړې ده.

ښاغلي صمیم بي بي سي ته د تیلې فون پر کرښه وویل، پېښه نن سهار (چهارشنبه) د پکتیکا ولایت خوشامندو ولسوالۍ په 'خوشامندو' کلي کې د ولسوالۍ بازار ته څېرمه شوې ده.

نوموړی وايي په پېښه ټول هغه کسان مړه شوي، چې د خوشامند د ولسوالۍ بازار ته د درملنې لپاره روان ول.

د پکتیکا والي زیاتوي، چې په وژل شوو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

وړاندې هم په دغه ولایت کې یو تراکتور پر یوه خښ شوي ماین وخوت، چې پنځو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

بله غاړه د پکتیکا په ګاونډ ولایت پکتیا کې بیا بهرنیو ځواکونو تېره شپه د تېرې په سیمه کې چاپه وهلې، یو کس یې وژلي او څلور نور یې ژوندي له ځانه سره بېولې دي.

ځایي چارواکي وایي، دغه عملیات د دوي له همغږۍ پرته ترسره شوي دي.

پرهمدې مهال افغان چارواکي وایي، د سویلي ولایت کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې یو ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدا مخکې ویشتلی او وژلی دی.

په کندهار کې د سرحدي پولیسو مشر جنرال رازق وایي، په پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

بل لوری د کورنیو چارو وزارت د یوې ویناپاڼې په خپرولو ویلي، تېره شپه د فاریاب ولایت د غورماچ په ولسوالۍ کې ۱۲ اورپکي د خپل یوه جوړ کړي ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

وزارت وایي، په وژل شوو کې د طالبانو دوه قوماندان هم شامل دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې ا ړه څه نه دي ویلي.

ورته مطالب