ستاسې غږ: آيا اوس کابل او مسکو تير هيرولى شي ؟

دا اوونۍ افغان ولسمشر حامد کرزى په لسو کلو کې د څلورم ځل لپاره روسيې ته ځي چې له مشرانو سره يې پر دوه اړخېزو مسالو وغږېږي.

خو د تېر خلاف، نوې کتنه پر داسې يوه مهال کېږي چې هم په مسکو او هم کابل کې د اړيکو پر پراختيا ټينگار ډېر شوى دى.

په اتيايمو کلو کې د شوروي لښکرو تر يرغل وروسته، د دواړو هېوادو اړيکي هېڅکله بېرته د باور هغې کچې ته ونه رسېدل چې د شلمې پېړۍ په منځنيو کې و.

کلېکاږل ستاسو ځینې برېښنالیکونه

په افغانستان کې ډېرئ مذهبي او سياسي ډلې لا هم د روسيې پر نيتونو شک لري او د اړيکو ښه والى ورسره تر وخت د مخه بولي.

خو د جگړې دوام او له لوېديځ سره د اړيکو لوړو ژورو، افغان مشران اوس تر پخوا ډېر د سيمې له هېوادو سره نژدېوالي ته هڅولي دي.

له بلې خوا مسکو هم، په تېره بيا د افغان پوځ د سمبالښت او د خپلو زړو اقتصادي پروژو د بيا احيا په برخه کې، ورځ تر بلې لا لېواله کېږي.

نو په داسې حالاتو کې گرانو اورېدونکو، آيا دا امکان شته چې کابل او مسکو د تېرو لسيزو تېر په هېر کړي او خپل اړيکي يو ځل بيا له سره راپيل کړي؟

خپل نطر راسره د پنجشنبې پر ماښام مخامخ خپرونه کې شريک کړئ او دې شمېر ته زنگ راووهئ: 00442078360331

د برېښناليک پته هم داده: pashto@bbc.co.uk

د کابل او مسکو د اړيکو راتلونکې - د پنجشنبې پر ماښام ستاسې غږ خپرونه کې.

راغلي برېښنا ليکونه:

حضرت محمد روحاني - هلمند

که موږ له امريکا او نورو سره دوستي کولى شو، نو ښه ده چې له روسانو سره يې هم وکړو. ځکه چې موږ د اسلام په نامه منافق دوستان لرو چې هېڅکله زموږ د هېواد وداني نه غواړي. روسان خير دى، خو له منافقينو څخه جلا کېدل ضرور دي.

خوشالخان خروټى- اسپانيا ، بېلباو

زما په فکر به مسکو دې ته چمتو نه وي، چې له افغانستان سره نژدی اړيکي ولري .

خو يو بل څه ته ځير شوم. روسيه غواړي چې پر ناټواونورو هېوادو د فشار په خاطر وښيي چې دوى هم له افغانستا ن سره نژدې اړيکي لري.

نثار احمد صالح - کندهار

د ښاغلي کرزي سفر په داسي حال کې کېږي چې ايران پر افغانستان دتېلو سخت بنديز لګولی دى، نو کرزی صاحب مجبور دی چې د خپل ولس غم وخوري او له روسيې څخه د نفتو په راواريدولو کې مرسته وغواړي.

خو دا چې روسيه له افغانستان سره سخته دښمني لري نو ضرور به پر افغان ولسمشر يو داسې شرط ږدي چه د روسيې په ګټه وي او د غچ اخيستلو بدله وي.

صديق الله - جلال اباد

خداى بيا پر موږ داوخت راوست چې بل هېواد ته د دوستۍ اوكومك لاس وغځوو، خو نن روسان هم د افغانانو دوستۍ ته ضرورت لري.

حاجي حيدرجان نعيمزوى- لوگر

دواړه هېوادونه دې د دوه اړخيزو اړيکو غم وخوري او هيله من يم چې افغان ولسمشر له شوروي اتحاد سره (ښايي مقصد يې روسيه وي) د تېلو او خوړو تړون لاسليک کړي.

جمال ناصر - پکتيا - گردېز

سل په لالي پورې دا يوه يې د بنگړو! کرزي صاحب کوم داسې ښه کار کړى چې دا به يې بد وي.

محمد ظاهر کلمانى – کابل

افغانستان او روسيې ته د تېرو لسيزو تېر په هېرسپارل امکان نلری، مگر هم روسيه او هم افغانستان راتلونکې ته لاس تر زنی کېناستلی هم نشي. د افغانستان ستراتېژيک موقعيت د روسيې لپاره اهميت لري او د روسيې نظامي وړتيا د افغانستان لپاره اهميت لري چی دا د نويو اړيکو لامل دی.

خليل رحمان بهير - لندن

مسکو ته د ښاغلي کرزي سفر ښه خبره ده، ځکه چې پدې سره به هغه اقتصادي مشکلات چه افغانستان ورسره مخامخ دی يو څه راكم شی.

سکندر سلطان – خوست

روسان زموږ ابدي دښمنان دي. دا کنډوالې هېواد له روسانو راپاتې دى. هغوى په تېره بيا د پښتنو کلک غليمان دي او دا کومه پټه خبره نده. له روسانو سره دوستي زموږ د يو نيم ميليون شهيدانو له وينو سره خيانت دى. اوس موږ ته د امريکا دوستي کافي ده.

سميع الله شگيوال – ښايي له برتانيا

فکر کوم افغان او روس حکومتونه او پاتې نړۍ ټول هغه غميزې هېرولى شي، خو افغان ولس ته يې هېرول گران دي. افغان ولس د هغو جگړو له لاسه ډېر وکړېد، په تېره بيا کوچنيان چې فکر کوي تر روسانو په نړۍ کې بېرحمه څوک نشته. کرزي صاحب ته مې مشوره داده چې له روسانو سره په اړيکو کې دومره مخته ولاړ نشي، ځکه چې لا هم د هغو جگړو زخمونه تازه دي.

سکندر سلطان – خوست

مسکو ته د ښاغلي کرزي سفر ښه خبره ده، ځکه چې پدې سره به هغه اقتصادي مشکلات چه افغانستان ورسره مخامخ دی يو څه راكم شي.

حاجي حيدرجان نعيمزوى- لوگر

خداى بيا پر موږ داوخت راوست چې بل هېواد ته د دوستۍ اوكومك لاس وغځوو، خو نن روسان هم د افغانانو دوستۍ ته ضرورت لري.

خوشال خان خروټى- د اسپانيا له بېلباو

که موږ له امريکا او نورو سره دوستي کولى شو، نو ښه ده چې له روسانو سره يې هم وکړو. ځکه چې موږ د اسلام په نامه منافق دوستان لرو چې هېڅکله زموږ د هېواد وداني نه غواړي. روسان خير دى، خو له منافقينو څخه جلا کېدل ضرور دي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .