م.م. شونې ده افغان کروندګر بيا د کوکنارو کښت ته مخه کړي

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد اداره
Image caption د کوکنارو کښت ته د کروندګرو د بېرته ورګرځېدو په تړاو افغان حکومت هم د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد ادارې په څېر اندېښنه لري.

په ټوله کې له جرمونو او نشه يي توکو سره د ملګرو ملتونو ادارې UNODC وروستۍ سروې په افغانستان کې د ترياکو پر اقتصادي ارزښت ورټوله ده.

د تارياکو په تړاو په 2010 کال کې د UNODC لخوا ترسره شوې ارزونه کې خبرداری ورکړل شوی چې په بازارونو کې د تارياکو د بيې لوړېدل به ښايي يو ځلې بيا افغان بزګر د کوکنارو کر ته وهڅوي.

دغه اداره وايي، دا کار کولای شي په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د تېرو کلونو لاسته راوړنې په سين لاهو کړي.

د ارزونې پر بنسټ، په 2010 کال کې د کوکنارو د حاصلاتو په موسم کې د يوې کيلو تارياکو بيه 169 ډالره وه، په داسې حال کې چې په 2009 کال کې د همدومره تارياکو بيه يواځې 46 ډالرو ته رسېده.

UNODC وايي، په 2009 کال کې له افغانستان څخه د 2.9 ميليارده ډالرو په ارزښت تارياک او هيرويين صادر شوي ول، حال دا چې دا کچه په 2010 کال کې يو اعشاريه څلور ميليارد ډالرو ته رالوېدلې، چې پېنځوس په سلوکې کمی ښی.

اروزنه ددې کار لامل تېرکال په دغه هېواد کې د تارياکو د توليد د کچې کمېدل په ګوته کوي.

د افغان حکومت اندېښنه هم په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره شريکه ده.

له نشه يي توکو سره د مبارزې د افغان وزارت وياند عبدالقيوم ثامر په دې اړه بی بی سی ته وويل: (( دا وزارت او د افغانستان اسلامي جمهوريت ته يوه اندېښنه ده. په تېر کال کې په توليد کې په سلو کې پېنځوس کموالی راغلی و، او دې کار په قيمتونو باندې مستقيمه تاثير کړی و.

په روان کال کې موږ ګورو چې په قيمتونو کې په سلو کې دوه سوه زياتوالی راغلی دی او دا کار کېدای شي چې کروندګر يو ځل بيا د کوکنارو کښت ته وهڅوي . ))

خو ښاغلی ثامر هيله څرګندوي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وکولی شي په روان 2011 کال کې هم د اړونده ادارو په مرسته د تارياکو د توليد کچه د تېرکال په څېر ټيټه وساتي: (( موږ په دې برخه کې هيله لرو چې د خپلو نويو پروګرامونو په مرسته وکولای شو چې په روان کې کال کې هم په کښت کې کموالی راولو.))

له جرمونو او نشه يي توکو سره د ملګرو ملتونو ادارې UNODCويلي، هڅه کوي مرستندويه ادارې او افغانان وهڅوي چې د بديل معيشت پروګرامونو په برخه کې پانګونه وکړي او مارکيټ ته د افغان بزګرو لاس رسي ته زمينه برابره کړي. خو دغې ادارې نا امنۍ، بې ثباتۍ او فساد له نشه يي توکو سره د مبارزې پر وړاندې مهمې ننګونې بولي.

دا په داسې حال کې ده چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، تراوسه يې د افغانستان په شلو ولايتونو کې د کوکنارو کښت صفر کړی او په پېنځو نورو کې يې صفر کېدو ته ورنژدې کړی دی.