د افغانستان پولیسو اکاډيمۍ کابو ۲۰۰۰ پولیس فارغ کړل

افغان پولیس
Image caption دا دويم ځل دې چې په تېرو کابو دوو کلونو کې د افغانستان د پوليسو له اکاډيمۍ څخه ځوان افسران فارغېږي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزير وايي د بهرنيو ځواکونو وتل به د دې لامل شي چې افغان امنيتي ځواکونه پر خپلو پښو ودرېږي.

د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي وايي، د امنيتي ځواکونو د سمبالښت او د هغوی د وړتياوو د لوړولو لپاره د افغان دولت او نړيوالې ټولنې هڅې روانې دي.

د کورنيو چارو وزير د هغو نژدې ۲۰۰۰ پوليس افسرانو د فراغت په مراسمو کې د وينا په ترڅ کې هيله څرګنده کړه، چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغان ځواکونه وکولای شي په ښه ډول امنيتي مسؤوليتونه تر سره کړي.

دغه افسران د اساسي قانون او پوځي قوانينو په برخه کې شپږ مياشتې روزل شوي دي.

د پوليسو د اکاډيمۍ د اصولو پر بنسټ، دغلته بايد هر محصل درې کاله زده کړې وکړي، خو اوس د پوليسو اکاډيمۍ چارواکي وايي د پوليسو د کمښت له کبله دغو ځوانانو ته شپږ مياشتې زده کړې ورکول شوې.

دوی زياتوي، د کار پرمهال به هم دغو پوليسو ته زده کړې ورکول کېږي.

د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي د دغو پوليسو فراغت د افغان حکومت لپاره ښه راسته راوړنه وبلله.

ښاغلي محمدي وويل، افغان دولت د نړيوالې ټولنې په مرسته د پوليسو د وړتيا د لوړولو او تجهير په برخه کې سختې هلې ځلې کوي.

د کورنيو چارو وزير هيله وښوده چې په ۲۰۱۴ کال کې به د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته افغان ځواکونه وکولای شي امنيتي چارو ته په يوازې سر اوږه ورکړي:

''زموږ تمه ډېره ده؛ ځکه چې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې به د افغانستان دفاعي او امنيتي ځواکونه يانې پوليس او ملي اردو په يوازې سر امنيتي چارې پر خپله غاړه واخلي، چې دا د خلکو او دولت دواړو غوښتنه ده، موږ هم د افغان پوليسو په توګه له لږ فرصته ډېره ګټه اخلو، چې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې د افغانستان پوليس پر ځان بسيا شي. ''

Image caption د دغې اکاډيمۍ چارواکي وايي په تېرو اتو کولنو کې شاوخوا ۱۲ زره کسان، چې تر ۵۰۰ ډېرې يې ښځې دي، له دغې اکاډيمۍ څخه فارغ شوي .

دا مهال دافغان پوليسو شمېر څه باندې يو لک شپاړس زره ده، چې د روان کال تر پايه به يو لک او ۳۴ زرو ته ورسېږي.

دا دويم ځل دې چې په تېرو کابو دوو کلونو کې د افغانستان د پوليسو له اکاډيمۍ څخه ځوان افسران فارغېږي.

د دغې اکاډيمۍ چارواکي وايي په تېرو اتو کولنو کې شاوخوا ۱۲ زره کسان، چې تر ۵۰۰ ډېرې يې ښځې دي، له دغې اکاډيمۍ څخه فارغ شوي .

د افغانستان د کورنيو چارو وزرات وايي دا مهال تر ۱۰۰ زرو ډېر پوليس لري، چې د شويو تړونونو پر بنسټ به تر ۲۰۱۴ کال پورې د افغانستان د پوليسو شمېر تر کابو ۲۰۰ زرو پورې ورسېږي.

ورته مطالب