په چهارشنبه په مشروط ډول پارلمان پرانیستل کېږي

غړي
Image caption درې ورځې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي د ټاکنیزو شکایتونو د ارزولو په تړاو جوړې شوې ځانګړې محکمې په وړاندیز د افغانستان د نوي پارلمان پرانیستل د راتلونکې کب میاشتې تر درېیمې نېټې پورې ځنډولي وو.

افغان ولسمشر حامد کرزي منلې چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به د دغه هېواد نوی پارلمان پرانیزي، خو په دې شرط چې د ولسي جرګې غړي به د ټاکنیزو شکایتونو د ارزولو په تړاو د جوړې شوې ځانګړې محکمې پریکړې ته غاړه ږدي.

دا پرېکړه ولسمشر کرزي د ولسي جرګې له یو شمېر بریالیو اعلان شوو نوماندانو سره کتلي، خو د یادو نوماندانو ټینګار په دې دی چې د دغې محکمې پریکړې قانوني بنسټ نه لري.

د افغانستان د ولسي جرګې د د وروستیو ټاکنو پر سر لانجه د هرې ورځې په تېرېدو نوې بڼه خپلوي.

خو داسې ښکاري چې دې لانجې اوس د حکومت او پارلمانیانو دواړو له سترګو خوبونه هم پردې کړي دي.

تېره شپه تر نا وخته یو لوری افغان چارواکو چې په سر کې یې ولسمشر حامد کرزی راځي د ارګ په ماڼۍ کې او بله غاړه بریالیو اعلان شوو نوماندانو د پلازمنېې په یوه بله سیمه کې په دې اړه غونډې لرلې.

ولسمشر حامد کرزي د ولسي جرګې له یو شمېر بریالیو نوماندانو سره په کتنه کې ته دې غاړه اېښې چې د راتلونکې چهار شنبې په ورځ به د افغانستان نوی پارلمان پرانیزي، خو شرط یې دا ورسره اېښی چې استازي به یې د ټاکنیزو شکایتونو د ارزولو په تړاو د ځانګړې جوړې محکمې پرېکړې مني.

د دغو استازو له ډلې چې له ولسمشر کرزي سره یې کتلی، یو هم محمد محقق دی:

''هو، په پای کې ولسمشر په دې پایله موافقه وکړه چې پارلمان به د چهارشنبې په ورځ پرانیزي، خو یو څه یې وویل چې د پارلمان له پرانیستلو وروسته د ځینو قضیو د څیړلو لپاره کوم خنډ رامنځ ته نه شي.''

خو ښاغلی محقق وایي، دغو استازو په دې هوکړه کړې چې د یادې ځانګړې محکمې پرېکړې قانوني بنسټ نه لري، او که د تېرو ټاکنو په تړاو د کومې جرمي پېښې پلټنې کېږي، نو په عادي بڼه اړونده عدلي او قضایي ادارې به یې پلټنه کوي.

خو دا لا روښانه نه ده چې ایا ولسمشر کرزی به د استازو دغه نوی وړاندیز ومني او که نه؟

په پارلماني چارو کې افغان وزیر همایون عزیزي بي بي سي ته وویل، که ولسمشر د استازو دغه نوی وړاندیز ومني، نو نوی پارلمان به د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شي.

خو پوښتنه دا ده چې که ولسمشر کرزی د یادې ځانګړې محکمې د پرېکړې د نه منلو په تړاو د استازو غوښتنه ونه مني؟

له هرات ولایته بریالی نوماند احمد بهزاد وایي، استازو لا له وړاندې په دې اړه خپل تصمیم نیولی دی:

''موږ د یکشنبې ورځې تر لسو بجو د ولسمشری له لوري مثبت ځواب ته سترګې په لاره یو. که یې مثبت ځواب راکړ خو لانجه به هواره شي، که نه نو موږ به د ښاغلي کرزي ملوکانه امرونو ته منظر پاتې نشو.

Image caption په دې لړ کې د ناراضي نوماندانو برخلیک هم د پوښتنې وړ دی

موږ د دې لپاره چې په هېواد کې یوه مثبته سیاسي اجتماع رامنځ ته شي له دې وړاندیز سره موافقه وکړه. که ښاغلی کرزی د استازو وړاندیزونه له پامه وغورځوي، نو ښایي پارلمان د چهارشنبې له ورځې د مخه پرانیستل شي.''

په دې لړ کې د ناراضي نوماندانو برخلیک هم د پوښتنې وړ دی. له دې ډلې یو هم معین مرستیال دی چې اندېښنه لري که نوی پارلمان د ځانګړې محکمې له پریکړې وړاندې پرانیستل شي، د یادې محکمې پریکړه به له اختره وروسته نکریزو ته ورته وي.

همدا درې ورځې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي د ټاکنیزو شکایتونو د ارزولو په تړاو جوړې شوې ځانګړې محکمې په وړاندیز د افغانستان د نوي پارلمان پرانیستل د راتلونکې کب میاشتې تر درېیمې نېټې پورې ځنډولي وو.

ورته مطالب