ایران لاهم له خپلې ژمنې سرغړونه کوي'

د تېلو ټانکر
Image caption د ایران اصلي او یوازینی دلیل همدا دی چې له خاورې یې تېرېدونکي تیل ګواکې په افغانستان کې د ناټو ځواکونه کاروي، خو کابل دا محض یوه پلمه بولي

افغان چارواکي وایي ایران لا تر اوسه د افغان سوداګرو د تېلو د ایسارو ټانکرونو د پرېښودو په برخه کې په بیا بیا کړې ژمنې نه دي عملي کړې.

چارواکي دا هم وایي چې د ایران د دغه دریځ له کبله د افغانستان اقتصاد له درانه تاوان سره مخامخ دی او ‌که ژر تر ژره ستونزه حل نه شي نو کېدای شي دوی هم د افغانستان له لارې د ایران د ترانزیت سوداګرۍ خلاف د ورته بندیز لګولو ته اړوزي .

له ولسمشر حامد کرزي سره د ایران د سفیر له لورې شوې ژمنې ته په کتو تمه تمه دا وه چې په ایران کې د افغان سوداګرو د تېلو د ایسارو ټانکرونو پر ترانزیت لګول شوی بندیز به د جمعې تر ورځې په چورلټ ډول لیرې شي.

د ایران د دغه دریځ په مخالفت کې د اعتراضونو د ډیریدو په پایله کې د دغه هېواد سفیر فدا حسین مالکي تېره سه شنبې ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړ چې د څلورو ورځو دننه به ټول ایسار ټانکرونه پرېښورل شي.

چارواکي وایي د ښاغلي مالکي له لورې د شوې وروستۍ ژمنې په تمه یې د لا ډېرو اداري او تخنیکي اسانتیاوو د رامنځ ته کولو لپاره له ايران سره ګډو بندرونو ته اضافي کارګران او ماموران هم استولي .

خو په هرات کې د ګمرکونو د ځایي ادارې مشر خلیق الله وایي له دغې وروستۍ ژمنې د پنځو ورځو له تیریدو سره سره ، د ایران په دریځ کې څه بدلون نه لیدل کېږي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ وزارت د نفتو او غازو د ادارې مشر فریدالله شیرزی وایي د ایران دغه دریځ افغان سوداګر سخت خواشیني کړي او پارولي دي .

ښاغلي شیرزي د افغان سوداګرو دا ډول پراخې نارضایتۍ ته په کتو ، بي بي سي ته په څرګندونو کې د متقابل غبرګون په توګه له ایران سره د ګډوبندرونو د چورلټه تړل کېدو امکان هم رد نه کړ:

''له سوداګرو سره د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعود وزارت په ګډه غونډه کې یو وړاندیز دا وو چې د عکس العمل په توګه دې افغانستان له ایران سره خپل بندرونه وتړي. که چیرې ستونزه همداسې دوام وکړی نو د وروستي ګام په توګه دغه اقدام هم له پامه نشي غورځېدی.''

بل خوا د افغانستان د سوداګرۍ د خونو چارواکي وایي دوی د ایران له لورې د ورپېښ تاوان د غوښتو لپاره د قانوني لارو چارو پر مخې ته کولو غور پیل کړی.

خو زیاتوي چې دا خبره لا د وړاندیز په برید کې ده او پر څرنګوالي به یې له سوداګرو او حقوق پوهانو سره له سلا مشورو وروسته پرېکړه کېږي.

د دغه اتاق د تګلارو د جوړولو مشر احمد توفیق داوري وایي تر اوسه پر هر ایسار ټانکر په سوونو ډالره اضافي لګښت راغلي.

د افغانستان د مالیي وزیرعمر زاخېلوال بیا له دې اړخه د افغانستان اقتصاد ته په ټولیز ډول اوښتی تاوان په لسګونو ملیونه ډالر بولي:

''په ایران کې د ټانکرونو ایساریدو او دا راز په پاکستان کې ځینو مشکلاتو په ګډه خپل اغېز پرییستي. له همدې اړخه د مالیې په ګډون په حکومتي عایداتو کې تر ۴۰ ملیونه ډالرو کموالی راغلی. خو په ټولیز ډول د هیواد ملي اقتصاد ته د اوښتی تاوان کچه له دې هم څو وارې زیاته ده.''

Image caption د افغانستان د اقتصاد وزيرعبد الهادي ارغندیوال پر همدې ستونزه د خبرو لپاره تهران ته د مرستیال ولسمشرمحمد قسیم فهیم د سفر د ناکامه تجربې په اړه د پوښتنې په ځواب کې بي بي سي ته وویل ، دا ځل تهران باید تر سفره ړواندې دوی ته د خپلې ریښتنولۍ له اړخه ډاډ ورکړي.

تېره سه شنبې له ولسمشر کرزي سره د ایران د سفیر د لیدو پر مهال د ورته ستونزې د تکرار د مخنیوي لپاره تهران ته په یوه ګډ پلاوي کې د افغانستان د مالیي، اقتصاد او سوداګرۍ د وزیرانو پر سفر هم سلا شوې وه .

خو د افغانستان د اقتصاد وزيرعبد الهادي ارغندیوال پر همدې ستونزه د خبرو لپاره تهران ته د مرستیال ولسمشرمحمد قسیم فهیم د سفر د ناکامه تجربې په اړه د پوښتنې په ځواب کې بي بي سي ته وویل ، دا ځل تهران باید تر سفره ړواندې دوی ته د خپلې ریښتنولۍ له اړخه ډاډ ورکړي.

افغانستان ته د تېلو پر ترانزیت د ایران له لورې د ژمي پر مهال د لګول شوی دغه اوږده بندیز په پایله کې په څرګنده د کابل او تهران په اړیکو کې پخوانی تود والی نه دی پاتې.

د ایران اصلي او یوازینی دلیل همدا دی چې له خاورې یې تېرېدونکي تیل ګواکې په افغانستان کې د ناټو ځواکونه کاروي، خو کابل دا محض یوه پلمه بولي او وایي له پرله پسې خبرو سره سره لا هم دوی د ایران له لورې د مخې ته شوي دریځ په اصلي هدف نه پوهېږي.

ورته مطالب