ایساف: په ۳۰ ورځو کې مو ۱۰۰ مخالفان نیولي

بهرني ځواکونه
Image caption ښاغلي بلاټس وویل د لسګونه مخالفانو د نیول کېدا تر څنګ تر اوسه سلګونه مخالفان د سولې له بهیر سره یوځای شوي چې دا لړۍ لاهم دوام لري.

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ويلي په تېره يوه مياشت کې يې د طالبانو او حقاني شبکې شاوخو ۱۰۰ مشران نيولي دي.

ايساف وايي د مخالفينو د مشرانو په نښه کولو سره یې د هغوی جنګي توان کمزوری کړی چې له کبله یې د زیاتره بریدونو مخه نیول شوې ده.

پر همدې مهال ایساف ويلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د امنیت د ټینګښت او د وسله والو مخالفانو د ځپلو په موخه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تر ۱۸۰۰ډېر عملیات کړي.

ایساف ځواکونه وايي د طالبانو او حقاني شبکې د لوړې کچې ګڼ شمېر هغه جنګي مشران یې نیولې چې په کندهار، هلمند، کونړ ، کندوز او بادغیس ولایتونو کې یې فعالیت کاوه.

د ایساف وياند جوزف بلاټس وویل د وسله والو طالبانو او نورو جنګي ډلو د مشرانو نیول تر ډېره د هغوی د خوځښت په کمولو کې مرسته کړې ده:

''ګډ ځواکونه هڅه کوي چې د اورپکو د مشرتابه په نښه کولو سره هغوی کمزوري کړي. په تېرو ۳۰ ورځو کې ایساف او افغان ځواکونو له ۱۰۰ ډېر د طالبانو او حقاني ډلې مشران نیولي. د دغو عملیاتو بریالیتوب دا دی چې د اورپکو فعالیتونو ته دروند ګوزار ورکړی دی.''

په تېرو وروستیو څو کلونو کې معمولاً د ژمي پرمهال نړیوالو ځواکونو او طالبانو د یو بل پرضد عملیات بندول او یا یې کچه کموله، خو ایساف وايي چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د دولت د مخالفانو پرضد یوزر او اته سوه عملیات کړي دي.

Image caption ښاغلي بلاټس وویل د لسګونه مخالفانو د نیول کېدا تر څنګ تر اوسه سلګونه مخالفان د سولې له بهیر سره یوځای شوي چې دا لړۍ لاهم دوام لري.

ښاغلي بلاټس زیاته کړه چې دوی پر یوه مهال دوو هدفونو ته د رسېدو هڅه کوي، یو دا چې له جګړې د لاس اخیستونکو او د سولې له بهیر سره د یو ځای کېدونکو وسله والو ملاتړ وکړي، او بل د هغو جنګیالیو ځپلو ته دوام ورکړي، چې سولې ته غاړه نه ږدي.

همداراز ښاغلي بلاټس وویل د لسګونه مخالفانو د نیول کېدا تر څنګ تر اوسه سلګونه مخالفان د سولې له بهیر سره یوځای شوي چې دا لړۍ لاهم دوام لري.

خو وسله وال طالبان غالباً د خپلو مشرانو د نیول کېدو خبره ردوي.

د افغان امنيتي ځواکونو په همکارۍ نړیوالو ځواکونو له څه وخت راهیسې خپل جګړه ییز تکتیکونه بدل کړي دي.

د دې پرځای چې د مخالفانو پر مرکزونو بریدونه وکړي، د هغوی د نیولو لړۍ یې چټکه کړې ده چې د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ د شپې مهال پر هغوی چهاپې اچوي.

ایساف او افغان ځوکونه غواړي چې په افغانستان کې د مخالفانو قوت د هغوی د مشرانو په نښه کولو سره کمزوری کړي.

ورته مطالب