ځانګړې محکمه: د پارلمان پرانیستل به د دوی پر کار هېڅ ډول اغېز ونه کړي.

ښاغلی حقیق
Image caption د ځانګړې محکمې رییس صدیق الله حقیق وویل د پارلمان پرانیستل به د محکمې پر کار هېڅ اغېز ونه کړي.

د افغانستان ولسي جرګې ټاکنو کې د درغلیو ارزولو ځانګړې محکمحه وایی د ملي شورا پرانستل د دوی د فعالیت مخه نشي نیولی.

د محکمې مشر ، قاضي صدیق الله حقیق وایي دغه محکمه د قانون په رڼا کې د سترې محکمې له پریکړې سره سمه جوړه شوی او فعاليت يې هم قانوني دی.

همدغه محکمه د ولسمشر او وکیلانو تر منځ د وروستۍ سیاسي لانجې د منځ خبره وه. بل خوا چارشنبه يا څلنۍ په کابل کې د نوې ولسي جرګې د پرانستا د مراسمو ګړندۍ تابیا روانه ده.

اوس ښایي په پلازمېنه کابل کې، د سه شنبې په مازیګر په جوړ شوي خبري کنفرانس کې د انتخاباتي درغلیو د ارزولو د ځانګړې محکمې د مشر قاضي، صدیق الله حقیق دغه څرګندونې ډېرو ته هېښوونکې وي.

دا په اصل کې د نوموړې محکمې د برخلیک په اړه د ګڼو رامنځته شویو شکونو او متضادو انګیرنو په منځ کې تر ټولو روښانه او ډاګیزه څرګندونې وې.

قاضي حقیق چې تازه د افغانستان د سترې محکمې د عالي شورا له قاضیانو سره له غونډې راوتلی وو، په ډاډ سره خبریالانو ته وویل چې د ملي شورا پرانستل کېده د هغه په مشرۍ د جوړې شوې اختصاصي محکمې پر

Image caption ټاکل شوې ولسي جرګې لومړۍ غونډه چارشنبه، څلنۍ پرانيستل شي.

فعالیت هېڅ اغیز نه پرېباسي او دا چې دغه محکمه به د انتخاباتي وررسیدلوشکایتونو په تړاو هرو مرو پرېکړه کوي. د نوې ملي شورا د پرانستو له اړخه د رامنځ ته شوي سیاسي کړکېچ د منځ ټکی د همدغې اختصاصي محکمې د قانوني واکونو د څرنګوالي په سر اختلاف وو.

د قاضي حقیق له دغو څرګندونو وړاندې د اختلاف دواړو غاړود دغې محکمې د برخلیک په اړه له احتیاط نه ډکې څرکندونې کولې.

خو په همدې ترڅ کې له دغې محکمې سره د مخالفو وکیلانو انګیرنه دا وه چې د دغې محکمې خبره ګواکې خلاصه ده.

د و کیلانو د دغې ډلې نارسمي مشر محمد سرور عثماني له بي بي سي سره په څرګندونو کې په همدې نظروو ، خو په همدې وخت کې یې دا هم منله چې د دغې محکمې د فعالیت د دوام واک د افغانستان له سترې محکمې سره دی.

بل خوا د ملي شورا د پرانستې په تړاو د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له لورې د دوشنبې په ماښام په ویشل شوې خبرتیا کې بیا نه یوازې د دغې محکمې تړل کېدو ته څه اشاره قدرې هم نه ده شوې بلکې پرعکس یې ټینګار به دې دی چې پر انتخاباتي درغلیو او شکایتونو د غور لپاره، دغه اختصاصي محکمه د افغانستان د سترې محکمې په حکم جوړه شوې او دا چې همدغه محکمه به د وررسیدلو شکایتونو په اړه پریکړه کوي.

د نظرونو او انګیرنو له دغه توپیر نه معلومیږي چې د انتخاباتي درغلیو د ارزولو د څرنګوالي په تړاو لا هم اختلاف په خپل حال پاتې دی او دا چې دغه ختلاف به د ملي شورا له پرانستل کیدو وروسته هم دوام لري.

ډ ټاکنو کمسيون همکاري؟

په همدې ترڅ کې دا هم څرګنده ده چې ځانګړې محکمه د وررسېدلو شکایتونو ارزونې لپاره د ټاکنو د کمیسون مرستې ته اړه لري. خود دغه کمیسیون مشر فضل احمد معنوی بي بي سي ته په څرګندونو کې فقط همدومره وویل چې دوی یوازې د اساسي قانون د تفسیر د کمسیون له لورې د دغې محکمې د قانونیت له تاید وروسته مرستې ته حاضر دي.

ها خواد اساسي قانون د تفسیرد کمیسون مشر ، قاضي ګل الرحمن وایي دوی د دغې اختصاصي محکمې د قانونیت او مشروعیت په اړه د انتخاباتو د کمیسون په غوښتنه غور پیل کړی دی.

قاضي ګل الرحمن دا انګیرنه هم ناسمه وبلله چې یو وکیل ګواکې پارلمان ته په ننوتو سره له عدلي او قضایی تعقیب نه معاف کیږی.

په افغانستان کې د نوې ملي شورا د پرانستو پر مهال ویش د رامینځ ته شوي سیاسي کړکیچ له اواریدو وروسته اوس د چارواکوټول پام د شورا د پرانستې د مراسموتابیا ته اوښتی.

هڅه دا ده چې د نوي مهال ویش له مخې د سبا ورځې یعنې چهارشنبې تر ګهیځه ټولې اړینې چارې بشپړې شي.

د همدې لپاره د دوشنبې له ماسپښین وروسته تودې منډې ترړې پیل شوی. د رپوټونو له مخې د پارلماني چارو وزارت د مراسمو اداري او تخنیکي کارونو ته اوږه ورکړې، د دفاع او کورنیوچارو وزارتونه امنیتي چارې سمبالوي، د بهرنیو چارو وزارت دغو مراسمو ته د بهرنیو میلمنو او په کابل کې د دیره دپلوماتانو پر وربللو غور کوی او په مراسمو کې د رسنیو د ګډون د تنظیم چاره پخپله د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر ته سپارل شوې.

Image caption د ولسي جرګې ټاکنو کې درغليو پراخ شکونه راپورته کړي، چې د حل لپاره يې ځانګړې محکمه جوړه شوه.

د پارلماني چارو د وزارت ویاند نعمت الله بشروال په همدې تړاو بي بي سي ته په خپلو څرګندونو کې په خپل وخت او سمه توګه د مراسمو په سر ته رسیدو ډاډ وښود.

په همدې ترڅ کې ملګرو ملتونو او د امریکا متحده ایالتونود ملي شورا د پرانستو له اړخه په افغانستان کې د رامینځ ته شوي دغه وروستي سیاسي کړکیچ پر اواریدو خوښي ښودلې او دا یې د افغانستان روانو حالاتو ته په کتو د هیواد د سیاسي ثبات او ولسواکۍ د غښتلتیا په لاره کې مهم پرمختګ بللی.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ، متحده ایالاتو او ناټو په افغانستان کې د نوې ملي شورا د فعالیت پر ځنډیډو اندیښنه او حیرانتیا ښودلې وه او د رپوټونو له مخې یې له دې اړخه پر ولسمشر کرزي فشارونه هم زیات کوی و.

انګیرنه دا ده چې ولسمشر کرزی ګواکې د همدغو فشارونو په پایله کې د دو ورځو دننه بیرته له خپل دریځ نه شاته کیدو اړوتی او د چهارشنبې په ورځ د ملي شورا پر پرانستو سلا شوی دی.

ورته مطالب