معترض نوماندان: کرزي د فشار له کبله ملي شورا پرانیسته

معترض نوماندان
Image caption له تېرو څو اوونیزه ناندریو وروسته بالاخره د چهارشنبې پر ورځ د افغانستان ملي شورا پرانیستل شوه، خو لاهم ځانګړه محکمه وايي چې ټاکنیز شکایتونه به ارزوي.

یو شمېر هغه معترض نوماندان چې کرۍ شپه یې په ارګ کې له کرزي سره په خبرو تېره کړې ده، وايي ولسمشر کرزی د یو لړ فشارونو له کبله د ملي شورا پرانیستلو ته اړ شوی دی.

دغه نوماندان تېره کرۍ شپه له ولسمشر کرزي سره ول، وايي چې ولسمشر له معترضو نوماندانو سره د لیدنې پرمهال ژمنه وکړه چې ځانګړې محکمه به ارومرو ټاکنیز شکایتونه ارزوي.

خو ځینې معترض نوماندان وايي هېڅ داسې هیلمندي نه شته چې ګني ټاکنیز شکایتونه به وارزول شي، خو وايي چې دوی به د ټاکنیزو شکایتونو د ارزولو په هدف به له هرې لارې چارې کار اخلي.

معترض نوماندان وايي ځکه ولسمشر ته ارګ ته ورغلي ول، چې د چهار شنبې پر ورځ پارلمان پرانه نیزي.

له دغو نوماندانو یوه محمد کبیر رنجبر چې له ولسمشر کرزي سره یې کتلي، بي بي سي ته وویل د خبرو ټينګار پر دې و چې بریالي نوماندان اختصاصي محکمه او د هغې پرېکړه ومني.

یو بل معترض نوماند معین مرستیال هم له دغې ډلې څخه دی، چې وايي ولسمشر دوی ته وویل اړ دی چې د یو لړ فشارونو له کبله ملي شورا پرانیزي:

''له ولسمشر حامد کرزي زموږ غوښتنه دا وه چې د اختصاصي محکمې پرېکړه اعلان شوې وای، خو هغه ویل چې هغه تر ډېرو سیاسي فشارونو لاندې دی، او د پارلمان پرانیستلو ته اړ شوی دی. زموږ ادعا دا وه که چېرې پارلمان پرانیستل شي، نو د محکمې پرېکړه کوم موثریت نه لري او ان د محکمې موجودیت هم منتفي کېږي؛ ځکه چې بریالي نوماندان محکمه نه مني.''

له تېرو څو اوونیزه ناندریو وروسته بالاخره د چهارشنبې پر ورځ د افغانستان ملي شورا پرانیستل شوه، خو لاهم ځانګړه محکمه وايي چې ټاکنیز شکایتونه به ارزوي.

سره له دې چې د ملي شورا پرانیستنه د گټونکو نوماندانو او ولسمشر تر منځ د راپورته شويو توپيرونو پاى ټکى گڼل کېداى شي، خو بله غاړه د ټاکنو د درغيلو د ارزونې په موخه جوړې شوې ځانگړې محکمې خپله پرېکړه نه ده کړې او چې ويې کړي ښايي دا توپيرونه يو ځل بيا سر راپورته کړي.

ددغې محکمې مشر تيره ورځ وويل چې دوى به خپل کار روان ساتي،مخکې له دې چې ولسمشر دپارلمان پرانستنې ته غاړه کيږدي سترې محکمې يوه اعلاميه خپره کړه چې د ټاکنو د ټگيو برگيو او جرمي ریښتينوليو د رابرسيره کولو ژمنه په کې شوې وه او ويلي يې وو چې د ټاکنو ددرغيلو په موخه جوړه شوې ځانگړې محکمه د افغانستان د سترې محکمې له صلاحيتونو څخه ده.

ددغې اعلاميې متن په ډاگه کوي چې د گټونکو نوماندانو،ولسمشر،او قضايي ځواک تر منځ توپيرونه پاى ته ندي رسيدلي،او شونې ده چې بيا سر راپورته کړي.

ورته مطالب