تيره او نوې ولسي جرگه ، څه وشول څه بايد وشي ؟

ولسمشر حامد کرزي له خوا د افغانستان د ملي شورا په پرانيستنې نوې ولسي جرگې رسمآ په کار پيل وکړ .

له نوې ولسي جرگې ستاسو هيلې څه دي ؟

څه غوړئ چې د افغان ولس استازي د ستاسو د ژوند د ښه کولو په برخه کې ترسره کړي ؟

دغه راز په تيرې ولسي جرگې کې استازو ستاسو لپاره څه وکړل؟

ايا د هغو استازو پر هڅه او مټ داسې څه وشول چې ستاسو په شخصي ژوند کې يې بدلون راوستى وي ؟

دغو پوښتنو ته ځواب راوليږئ ځينې نظرونه به د راديويي خپرونو له لارې او له همدې وېبپاڼې خپارۀ کړو .

په دې پاڼه کې د کندهار يو پوليس افسر فريد احمد مشعل په وديو کې وينئ چې د تيرې ولسي جرگې پر کار خبرې کوي او وايي څه ډول يې د دۀ پر شخصي ژوند کې بدلون راوستى دى .

دغه پوليس افسر له نوې ولسي جرگې هم د خلو هيلو يادونه کوي .

دغه راز په يوه بله ويديو کې د هرات په ښار کې د لمونځغاړو استازى وينئ .


BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .