د کرنې وزارت: د ښو اورښتونو د کېدو شونتيا شته

د کرنې وزارت
Image caption چارواکي داسې مهال د اورښتونو د کېدو وړاندوينه کوي چې د افغانستان د واورين او لانده ژمي کابو دوه مياشتې بې له اورښتونو تېرېږي.

په تېرو څو پرلپسې مياشتو کې د اورښتونو، نه کېدو افغانان ، په ځانګړې توګه کروندګر سخت اندېښمن کړي دي.

د کرنيزو چارو يو شمېر پوهان او افغان کروندګر په دې اند دي چې په مني او ژمي کې د اورښتونو نه کېدل ښايي راتلونکی کرنيز کال د وچکالۍ له ګواښ سره مخامخ کړي.

خو اوس د افغانستان د کرنې وزارت دې نظر لرونکو کسانو ته له نهيلۍ د وتو يو پيغام ورکوي او هغه دا چې وزارت وايي د هېواد د هوا پېژندنې د ادارې وړاندوينه ښيي چې په راتلونکو دريو مياشتو کې به د افغانستان په ډېرو سيمو کې پرلپسې اورښتونو وشي.

د وزارت وياند مجيدالله قرار وايي که دا وړاندوينه سمه وخېژي ، نه يوازې دا چې د وچکالۍ ګواښ به نه وي ، بلکې للمي کښتونه به هم ښه حاصلات ورکړي.

د افغانستان کابو ۷۰سلنه وګړي په کرنه بوخت دي او د نورو ترڅنګ د اوبو لګولو د سم سيسټم نشتوالي د دغه هېواد د کرنيز صنعت وده له ستونزو سره مخامخ کړې ده.

د دې ترڅنګ د تېرو کلونو وچکالۍ هم د افغانستان کرنيز نظام ته دروند زيان اړولی دی.

د افغانستان د کرنې وزارت کابو شپږ مياشتې وړاندې د دغه هېواد ملي ستراتيژي چې زراعت يې مهمه برخه ده د کابل په کنفرانس کې د نړيوالې ټولنې د ملاتړ ور جلبولو په موخه ګډونوالو ته وړاندې کړه.

د دغه پروګرام لويه موخه په نوي سيسټم د کرنې برابرول دي، په ځانګړې توګه د اوبو لګولو سيسټم چې تېرو جګړو سخت زيانمن کړی دی.

چارواکي تمه لري چې افغانستان به په راتلونکو پېنځو کلونو کې د کرنې په برخه کې پاموړ پرمختګ وکړي.