افغانستان نور کانونه داوطلۍ ته وړاندې کوي

کان کیندونکي
Image caption افغانستان هغه کاني زېرمې ډېرې لري چې په اوس وخت کې پرمختللي او نوي مخ پر وده هېوادونه ورته ډېره اړتيا لري.

افغان حکومت وايي په راتلونکي لمريز کال کې به نژدې لس بېلا بېلې تر ځمکې لاندې لويې کاني زيرمې او کانونه داوطلبۍ يا بولۍ ته وړاندې کړي.

په دغو کانونو کې د مسو ، سروزرو او تيلو زيرمې شاملې دي.

د کانونو وزارت وايي د دغو او نورو کانونو په فعاليدو سره به افغانستان ۱۵ کاله وروسته هر کال له کاني زېرمو نه درې نيم ميليارده ډالر عوايد تر لاسه کوي.

دوی وايي افغانستان تر ځمکې لاندې هغه کاني توکي پرېمانه لري چې دا مهال پرمختللي او نوي مخ پر وده هېوادونه ورته زيات ضرورت لري.

خو د سرک او برېښنا په څېر د بنسټيزو اسانتیاوو نشتوالی هغه څه دي چې د کاني زېرمو وېستل یې ځنډني کړي او پانګوال هم په دغه برخه کې په لیوالتیا پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

عبدالله ستانکزي د دې اوونۍ په ځانګړي راپور کې همدا موضوع را سپړلې ده.

ورته مطالب