هالنډ افغانستان ته پوځي روزونکي استوي

هالنډي سرتېري

افغانستان اوسمهال نژدې ۱۵۰زره سرتېري او تر دې لږ څه کم پوليس لري او د موافقې له مخې تر ۲۰۱۴ کال مخکې بايد د دغو امنيتي ځواکونو شمېر ۳۰۰زرو ته ورسيږي.

د هالنډ هېواد اعلان کړی چې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې لپاره به افغانستان ته له ۵۰۰ ورپورته روزونکي او نظامي پرسونل استوي.

هالنډ ، افغانستان ته پر داسې مهال د پوځي روزونکو د استولو پرېکړه کوي چې له دغه هېواده يې د ځواکونو تدريجې وېستل د پای ته رسېدو په حال کې دي.

دغه هېواد په افغانستان کې نژدې ۲۰۰۰ سرتيري لرل چې ډېره برخه يې د افغانستان په سوېلي ولايت ارزګان کې مېشت ول.
هالنډ نن (جمعه/ د جنورۍ ۲۸مه) اعلان وکړ چې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې لپاره ۵۴۵ روزونکي او پوځي پرسونل افغانستان ته استوي.

دغه روزونکي به تر ۲۰۱۴ کال پورې چې له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو وتل بشپړيږي په دغه هېواد کې پاتې کيږي او تر ډېره به د افغان پوليسو په روزنه بوخت وي.

په همدې مهال هالنډ له افغانستان نه دا ډاډ غوښتی هغه پوليس افسران چې د هالنډي روزونکو له خوا نظامي زده کړې ترلاسه کوي په نظام کې پاتې کيږي او تر څنګ به يې دغه پوليس په پوځي عملياتو کې نه کارول کيږي.

د هالنډ لومړي وزير ويلي کابل بايد دا ضمانت هم ورکړي ، هغه پوليس افسران چې له اصولو سرغړونه کوي بايد سزا ورکړل شي.
افغان چارواکو تر اوسه د هالنډ د دغو غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي.

اوسمهال د اروپايي ټولنې د حقوقي او قانوني برخې په سلګونو روزونکي د افغان پوليسو په روزنه بوخت دي.

د دې ترڅنګ د امريکا د ملي امنيت ۲۵ متخصيصين هم د افغانستان سرحدي پوليسو ته زده کړې ورکوي او د يوه امريکايي چارواکي په وينا په راتلونکو څو ورځو کې به د متخصيصينو دغه شمېره دوه چنده ته لوړ شي.

په لزبن کې د ناټو په سرمشريزه کې د شويو موافقو پر بنسټ روان ميلادي کال به د افغان ځواکونو پر روزنې ته ډېر پام وي.

هالنډي سرتېري

دغه روزونکي به تر ۲۰۱۴ کال پورې چې له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو وتل بشپړيږي په دغه هېواد کې پاتې کيږي او تر ډېره به د افغان پوليسو په روزنه بوخت وي.

د دغو هڅو هدف د افغان ځواکونو پياوړي کېدل او له بهرنيانو نه افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د مسووليت سپارلو لپاره د زمينې برابرول دي.

له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو تدريجې وتل تر راتلونکو پنځو مياشتو پېليږي او په ۲۰۱۴ کال کې به بشپړ شي.

افغانستان اوسمهال نژدې ۱۵۰زره سرتېري او تر دې لږ څه کم پوليس لري او د موافقې له مخې تر ۲۰۱۴ کال مخکې بايد د دغو امنيتي ځواکونو شمېر ۳۰۰زرو ته ورسيږي.

افغان حکومت وايي د څرنګوالي او څومره والي له اړخه د امنيتي ځواکونو پياوړتيا هغه اړتيا ده چې بايد د افغانستان ملګري هېوادونه وړاندې تر وتو هغې ته ډېر پام وکړي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .