جرمني د افغانستان ماموریت یو کال نور وغځاوه

جرمني پوځيان

دا مهال جرمني په افغانستان کې شاوخوا ۴۸۶۰ پوځيان لري، چې د سوله ساتو (ایساف) ځواکونو تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي.

د جرمني پارلمان په افغانستان کې د یوه کال لپاره د خپلو پوځيانو د پوځي ماموریت د غځولو په تړاو مثبته رایه ورکړه.

د جرمني پارلمان په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د ماموریت د غځولو لپاره رایه ورکړه.

جرمني پوځيان به یو کال نور هم په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت تېروي.

دا مهال جرمني په افغانستان کې شاوخوا ۴۸۶۰ پوځيان لري، چې د سوله ساتو (ایساف) ځواکونو تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي

د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ تر ۳۱ مې پورې به جرمني په افغانستان کې ۵۳۵۰ پوځيان ولري.

د هالنډ د پارلمان غړو هم افغانستان ته د یو شمېر پوځي روزونکو د لېږلو وړاندیز منلی دی.

جرمني د ناټو تړون دریم ستر هېواد دی چې د افغانستان په عملیاتو کې ونډه لري.

تېر کال د کندوز په یوه ولسوالۍ کې د جرمني هوايي ځواکونو د برید په پایله کې د ګڼ شمېر ملکي افغانانو د وژل کېدو له کبله د دغه هېواد د پوځ مشر او د کابینې یو وزیر هم له دندې ګوښه شول.

د ایساف چورلکه د افغانستان په پوځي ماموریت کې د فعالیت پرمهال.

دا رازد جرمني ولسمشر هم د افغانستان د جګړې په اړه د څرګندونو له کبله له خپلې دندې استعفا وکړه.

امریکا او انډيوالان یې د افغانستان په ثبات کې د پاکستان رول مني، خو ورسره پر دغه هېواد فشار دی چې پخپله خاوره کې هغه کسان تعقیب کړي چې پر افغان او لوېديځ ځواکونو د بریدونو پلانونه جوړوي.

په تېر اکتوبر کې د ډیورند پولې ته په ورڅېرمه قبايلي سیمه شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د یو شمېر بهرنیانو په وژل کېدو پسې د دغې سیمې له اړخه د لوېديځ اندېښنې یوځل بیا زیاتې شوې.

انګیرنه دا ده چې ځینې ترهګر ګواکې د لوېديځ پر پاسپورټونو ځانونه پاکستان ته رسوي او په غرنیو قبایلي سیمو کې له ځای پرځای کېدو وروسته د اروپا او لوېديځ خلاف د بریدونو پلانونه جوړوي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .