کابل: په پلورنځي کې 'ځانمرګي برید' اته کسان ووژل

نننی برید

په برید کې ګڼې هټۍ ویجاړې شوې دي .

د کابل ښار وزیر اکبر خان پنځلسم سړک په څلور لاري کې په یوه پلورنځي کې ځانمرګي برید شوی.

د کابل امنيه قومندان محمد ايوب سالنکي وايي چې په دغه بريد کې اته کسه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

''لا تر اوسه دا نه ده مالومه چې دا ځانمرګی برید دی او که چاودنه، موږ پلټنې پيل کړې، په پېښه کې له بده مرغه اته کسان وژل شوي، شپږ کسه نور په کې ټپیان شوي. په برید کې درې بهرنیان هم وژل شوي، چې ټول وژل شوي د پلورنځي د ننه د سودا په اخیستو بوخت ول.''

د هغه په وینا درې بهرنيان او يو ماشوم هم د وژل شويو په منځ کې دي.

د بهرنیو وژل شوو هویت نه دی په ډاګه شوی.

کلېکاږل په دې خبر او نورو مسايلو خپل نظر د دې ځاى په کېکاږلو ولولئ

چاودنه د 'فاینېسټ' پلورنځي د ننه شوې، چې تر ډېره پکې بهرنیان سودا کوي.

پېښه په داسې ځای کې شوې چې يو شمېر سفارتونه او بهرني بنسټونه هم موجود دي.

له چاودنې څو شیبې وروسته امنيتي چارواکو د مغازې مخې ته تېرېدونکی سړک وتاړه او سيمه يې کلابنده کړه.

عيني شاهدانو ویلي چاودنه دومره زوروره وه چې د نژدې ودانیو ښيښې یې ماتې کړې.

یوه مشاوره، ماري هېډن چې د چاودنې پرمهال په پلورنځي کې وه، اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي ''ناڅاپه چاودنه وشوه، ټولو د ودانۍ شاته منډې کړې.''

د کابل امنیه قومندانۍ چاودنه تایید کړې، او وايي چې ښايي دا ځانمرګی برید وي.

دغې سرچینې د مرګ ژوبلې په اړه هم څه نه دي ویلي.

نننی برید

په برید کې د دوو بهرنیو وژل شوو وګړو هویت لا نه دی په ډاګه شوی.

عيني شاهدانو ویلي تر چاودنې وروسته ګڼو هټیو اور واخیست.

د برید پړه د 'حزب اسلامي' ډلې پرغاړه اخیستې ده.

د قاري منصور په نامه د حزب اسلامي یوه ویاند بي بي سي ته له یوه نامالوم ځایه وویل، برید د رفیع الله له خوا، چې د مزار شریف اوسېدونکی و، له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ یې اغوستی و، د سوپرمارکېټ په منځ کې وچووه.

خبر پاڼه وايي چې د برید هدف بهرنیان ول، چې په ادعا یې 'لږترلږه شل بهرنیان پکې ووژل شول.'

خو د دې ادعا پخلی کومې رسمي سرچینې نه دی کړی.

ویناپاڼه کاږي، چې په برید کې د 'بلک واټر' امنيتي شرکت ساتونکي په نښه شوي، خو افغان چارواکي وايي چې د برید پرمهال د بلک واټر رییس موجود نه و .

د روانې جنورۍ میاشتې پر ۱۲مه هم د کابل ښار په سوېل لوېديزه څنډه شپږه ناحيه کې ځانمرګی بريد شوی و، چې لږرترلږه څلور کسان پکې ووژل شول، چې دوه پکې ولسي وګړي ول.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .