په کابل کې د ایران ضد لاریون

د اعدام پر ضد نړيوالې ورځې په پلمه نن يو ځل بيا د افغانستان په څو لويو ښارونو کې د ايران پر ضد لاريونونه وشول.

لاريونکوونکو ايرانی حکومت او چارواکي له دې امله پړه بلل چې هم ايرانيان او هم افغانان اعداموي.

دوی ادعا کوله چې په ايران کې لا هم د افغان کډوالو د اعدام بهير روان دی .

داسې ښکاري چې په افغانستان کې د ايران پر ضد د ولسي کرکې کچه مخ په ډېرېدو ده .

د روان کال له لومړيو د ايران پر ضد لاريونونه پيل شوي چې اصلي انګېزه يې په ايران کې د افغان کډوالو اعدامول ، او د هغوی د ځورولو د بهير دوام دی .

په دې و روستيو کې د ايران له لوري د افغان سوداګرو پر تېلو بنديز هم ولسي کرکه زياته کړه او لاريونونه روان پاتې شول .

د انځور په کېکاږلو بله وېدیو پرانیزﺉ

وروستي لاريونونه د افغانستان په ختيز جلال، شمال مزارشريف ، لوېديز هرات او پلازمېنې کابل کې ول چې د ملي همبستګي ګوند له لوري د اعدام ضد نړيوالې ورځې په پلمه رابلل شوي ول او په ترڅ کې يې په ايران کې د افغان او ايران وګړو اعدام غانده.

د 'همبستګي ګوند' په افغانستان کې د ايران پر ضد وړاندې هم څو لاريونونه کړي دي چې تېر لاريون يې ايران په غوسه کړی و او ان له افغان لوري يې د لاريون د هڅوونکو نيول غوښتي ول.

نن هم سلګونه لاريونکوونکي چې ښايي تر ناينه وو پکې د مېرمنو شمېره زياته وه د ايران سفارت نژدې واټونو کې لاريونونه وکړل خو د ايران سفارت مخې ته پرې نه ښودل شول :

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .