ځانمرګي برید د کندهار مرستیال والي وواژۀ

ښاغلی اشنا

د کندهار مرستیال والي انجنیر عبداللطیف اشنا د کابل پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځی لوستی چې په کندهار کې د انجنیرۍ پوهنځي استاد او د کلیو د پراختیا رییس او له نهو میاشتو راهیسې د کندهار د مرستیال والي په توګه پاتې شوی و.

د کندهار مرستیال والي په يوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

برید نن (شنبه/ د جنورۍ ۲۹مه) د کندهار ښار پنځمې امنيتي حوزې په اړونده 'خواجک بابا' سیمه وشو.

په برید کې مرستیال والي عبداللطيف اشنا ووژل شو او شپږ کسه نور ټپيان شول.

کلېکاږل په دې خبر او نورو مسايلو خپل نظر د دې ځاى په کېکاږلو ولولئ

د کندهار والي توريالي ویسا یوې خبري ناستې ته وویل، په برید کې د ښاغلي اشنا دوه ساتونکي هم ټپیان شوي.

کندهار والي د پېښې په اړه د پلټنو خبر ورکړ او ښاغلی اشنا یې یو ښه استاد او ښه رهبر وباله.

برید کوونکي پر خپل موټر سایکل ځای پرځای شوي چاودېدونکي توکي د مرستیال والي له ګاډي سره وجنګول.

د کندهار امنیه قومندان خان محمد مجاهد بي بي سي ته وویل ''برید نن سهار شاوخوا نهه بجې وشو، چې مرستیال والي عبداللطيف اشنا پکې ووژل شو، دوه پولیس او څلور ولسي وګړي په کې ټپیان شول.''

یوې بلې امنيتي سرچینې بي بي سي ته وویل په پېښه کې د مرستیال والي پر وژل کېدا د هغه پنځه ساتونکي هم ټپیان شوي، خو د ولسي وګړو د ټپي کېدو په اړه یې څه ونه ویل.

توریالی ویسا

ښاغلي ویسا مرستیال والي یو شه استاد او ښه رهبر وباله.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې، په سوېل کې د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي بي بي سي ته وویل، دا ځانمرګی برید و، چې د مرستیال والي سربېره په کې د هغه درې ساتونکي هم وژل شوي، خو کوم رسمي سرچینې دا ادعا نه ده منلې.

د کندهار مرستیال والي انجنیر عبداللطیف اشنا د کابل پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځی لوستی چې په کندهار کې د انجنیرۍ پوهنځي استاد او د کلیو د پراختیا رییس او له نهو میاشتو راهیسې د کندهار د مرستیال والي په توګه پاتې شوی و.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .