د ولسي جرګې د رییس ټاکل درېیم پړاو ته وغځېدل

ولسي جرګه

د لومړي پړاو په رای اچولو کې ښاغلي قانوني د حاضرو ۲۴۵وکیلانو له منځه ۸۴، ښاغلي سیاف ۷۷، میرویس یاسيني ۴۴ او عبدالظاهر قدير ۳۴ رایې خپلې کړې.

د افغانستان د ولسي جرگې د مشر لپاره د ټاکنو پر سر راپورته شوې لانجې د غوڅولو لپاره په دويمه ورځ هم جرگه وال کومې پايلې ته و نه رسېدل .

په ننۍ غونډه کې هم په لسگونو وکيلانو له خپل، خپل دريځه د ټاکنو پر سر خبرې او تاوده بحتونه وکړل، خو پر يوې يې هم هوکړه و نه شوه .

گڼو وکيلانو د ټاکنو د دريم پړاو غوښتنه لرله، ځينو يې د دغو ټاکنو لپاره د قانوني مراجعو نه د وضاحت غوښتنه کوله، خو داسې وکيلان هم کم نه وو چې ويل يې بيا له سره دې ټاکنې وشي او نوي کسان ځانونه دغې څوکۍ ته ونوموي .

د افغانستان د ولسي جرگې د مشرۍ څوکۍ ته ولاړ کانديد يونس قانوني د غونډې لومړى وينا وال و چې ويل يې له اساسي قانون سره سم دې بيا ټاکنې وشي او نوي کسان دې ځانونه دغې څوکۍ ته ونوموي .

د ښاغلي قانوني دغه خبره سره له دې چې د ډېرو قانون پوهانو له نظره قانوني ده، خو له دغې خبرې سره په غونډه کې گڼ استازي او خبريالان هک پک شول:

''د کورنيو دندو له اصولو سره سم چې د ریيس د ټاکلو لپاره يې دوه پړاوه په پام کې نيول شوي وو ، دوه تنه کانديدان په دواړو پړاوو کې سره سيالي وکړه، خو له بده مرغه يو يې هم و نه توانېد چې تر ۵۰٪ زياتې رايې خپلې کړي، نو ځکه دغه دوه کسان بايد له مخې لیرې شي، نوې څېرې دې سره سيالۍ ته راووځي او په دې سره به د افغانستان اساسي قانون او د ولسي جرگې د کورنيو دندو اصول به په پام کې وساتل شي .''

پرون موږ خپلې رايې وکارولې چې بايد تعديل راوستل شي، هغه و نه منل شوه، دا ټول ثبت شوي دي، موږ نه شو کولاى هغه څه چې په اکثريت سره تصويب شوي وي، هغه شاته کړو ، د اساسي قانون ۱۰۶ ماده او د داخلي اصولو اتمه ماده روښانه ده، نو سبا ته به له خيره نويو ټاکنو ته ولاړ شو .

محمد سرور عثماني

سره له دې چې د ښاغلي قانوني د دغه نظر سره يو شمېر وکيلان هم نظره وو، خو ځينو نورو بيا ويل تر هغې پورې چې په جرگه کې د سپينو رايو خبره نه وي سپينه شوي، نو د دوى په خبره دغه وړۍ نه شړۍ کېږي.

د دغې ډلې استدلال دا و چې دوى دا واک لري چې د ولسي جرگې د کورنيو دندو اصول په دې برخه کې بدل کړي، د دغو استازو په خبره که وکيلان د اساسي قانون د مادو په بدلولو کې څه نه شي کولاى، دومره خو کولاى شي چې پخپلو اصولو کې لاس وهنه وکړي .

عبد رب الرسول سياف چې د دغو سياليو يو وتلى کانديد و وايي چې د ولسي جرگې پحوانى مشر هم په ساده اکثريت دغه څوکۍ ته نومول شوى و او په خبره يې دا ځلې هم دغه څه کېداى شوه.

د ښاغلي سياف يو وړانديز دا هم و چې کيداى شي د دغې لانجې د غوڅولو لپاره د عدلي او قضايي څانگو نه تفسير او وضاحت وغوښتل شي، خو تر ډېره د ښاغلي سياف دغه غوښتنه د هغه د مخالفې ټلوالې له خوا رد شوه .

سره له دې چې نن کرۍ ورځ د ولسي جرگې استازو پر همدغې موضوع تاوده بحثونه وکړل، خو په پايله کې د جرگې موقت مشر محمد سرور عثماني اعلان وکړ چې د افغانستان د اساسي قانون د ۱۰۶ مادې او د ولسي جرگې د کورنيو دندو له اصولو سره سم دې سبا نوي کانديدان ځانونه دغې څوکۍ ته ونوموي :

''پرون موږ خپلې رايې وکارولې چې بايد تعديل راوستل شي، هغه و نه منل شوه، دا ټول ثبت شوي دي، موږ نه شو کولاى هغه څه چې په اکثريت سره تصويب شوي وي، هغه شاته کړو ، د اساسي قانون ۱۰۶ ماده او د داخلي اصولو اتمه ماده روښانه ده، نو سبا ته به له خيره نويو ټاکنو ته ولاړ شو .''

سیاف او قانوني

په دويم ځل ټاکنو کې ښاغلي سیاف ۱۱۹ او ښاغلي قانوني ۱۱۶ رایې ترلاسه کړې، خو یوه رایه سپينه او اته نورې باطلې وختې.يانې يوه هم له حاضر نصاب څخه اړينې ١٢٣ رايي خپلې نه شوې کړاى.

د افغانستان د اساسي قانون د ۱۰۶ مادې له مخې بايد د ملي شورا په دواړو جرگو په ټاکنو کې هر کانديد بايد له ۵۰ سلنې نه زياتې رايې خپلې کړي.

دا رنگه د ولسي جرگې د کورنيو دندو د اصولو په اتمه ماده کې راغلي چې د جرگې د مشر لپاره يوازې د دوو ځلو لپاره ټاکنې ترسره کېداى شي، او که په دوه پړاوونو کې کانديدانو تر ۵۰ زياتې رايې وانه خيستې، نو پر ځاى يې نور کسان ځانونه نومولي شي .

دا مالومه نه ده چې د سبا ورځې په ټاکنو کې به څو تنه ځانونه و نوموي او ايا دغه کسان به تر ۵۰ سلنې زياتې رايې خپلې کړي که څنگه، خو د جرگې ځينې وکيلان په دې خبره ټينگار کوي تر هغو پورې چې د سپينو رايو موضوع نه وي سپينه شوي نو دغه لانجه به همدغه شان روانه پاتې وي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .