ګل رحمن قاضي: د مشرانو جرګې د رییس ټاکنه غیرقانوني ده

ګل رحمن قاضي
Image caption ګل رحمن قاضي وايي داسې کارونه دې خلک نه کوي.

د افغانستان د اساسي قانون د څار کمېسيون وايي د مشرانو جرګې د ريس په توګه د فضل هادي مسلم يار ټاکنه د هېواد د اساسي قانون خلاف کار دی .

ددغه کمېسيون مشر ګل رحمن قاضي وايي د اساسي قانون له مخې يوازې هغه کسان د مشرانو جرګې رييس کېدای شي چې د ولسمشر له لوري انتصابېږي .

په داسې حال کې چې ښاغلی مسلم يار د ننګرهار له ولايتي شورا څخه مشرانو جرګې ته راغلی او د غړېتوب موده يې هم څلور کاله ده چې په دې توګه يوه تقنيني دوره چې پېنځه کاله ده نه شي پوره کولای.

که څه هم تر اوسه ولسمشر کرزي د مشرانو جرګې دريېمه برخه غړي په ا نتصابي ډول دغې جرګې ته نه دي ور پېژندلي خو جرګې وړمه ورځ ټاکنې وکړې او ښاغلی مسلميار د ريس په توګه وټاکل شو.

په کابل کې هميم جلالزي له ګل رحمن قاضي څخه د يوې مرکې په سر کې د د دوی د کمېسيون دريځ پوښتلی دی:

ورته مطالب