په مصر کې ميليوني لاريونه کېږي

مصري لاريوني د انځور حقوق Reuters

د مصر د احتجاج غورځنګ نن په قاهره کې د يو ميليون کسيزه لاريون غږ کړی دی.

د مصر په دويم ستر ښار اسکندريه کې زرګونه خلک د اورګاډي له اډې سره په دې تمه راغونډ شوي چې د قاهرې له ميليوني لاريون سره يو ځای شي.

خو د اورګاډي خدمتونه د ګرځبنديز له امله اغېزمن شوي دي او کېدای شي نن له نورو ورځو څخه بېل لاريونه وشي.

که څه هم د مصر لاريونونو له تونس الهام اخيستی وي، خو ښکاره ده چې د قاهرې چارواکيو يې هېڅکله اټکل نه کاوه.

د ولسمشر مبارک لومړی ګام، د پخواني حکومت ګوښه کونه او بيا يې پر ځای د نوي حکومت ګومارنه وه، او هم دا ګام و چې په تېرو ۳۰ کلونو کې يې د لومړي ځل لپاره خپل مرستيال وټاکه. خو مظاهره چيان او لاريون کوونکي وايي دغه بدلونونه بس نه دي، او تر دې مهاله پر خپلې دې غوښتنې ټينګار کوي چې ولسمشر مبارک دې له دندې ګوښه شي.

د حکومت مخالفو ډلو د شپې له راتلو سره د عمومي اعتصاب يا کاربنديز غږ کړی او وايي هيله لري چې سې شنبه يا درې نۍ د پلازمېنې قاهرې لروبر يو مليون وګړي په مظاهرو ووځي.

خو د پوځ يوه وياند وويل وسله وال ځواکونه د خلکو پر غوښتنو پوهېږي او پر خلکو يې غږ وکړ چې ملکيتونو او امنيت ته زيان ونه رسوي:

((وسله وال ځواکونه د ولس د غوښتنو پر قانونيت پوهېږي، او د هېواد او هېوادوالو ساتنې خپلې دندې ترسره کولو ته پام کوي، او پر دې ټينګار کوي چې په سوله ييز ډول د نظر څرګوندونه ټولو لپاره خوندي ده، هېڅ داسې عمل بايد ترسره نه شي چې له مخې يې د هېواد امنيت او سلامتيا او هم عامو او خاصو ګټو ته زيان ورسېږي.

وسله وال ځواکونه د شريفو هېوادوالو پر روا غوښتنو ښه پوهېږي، او د مصر پر سړکونو د وسله والو ځواکونو شته والی ستاسې، ستاسې د امن او سلامتيا لپاره دی، او ستاسې وسله وال ځواونه به هېڅکله د دغه ستر ولس په وړاندې زور کارونې ته مخه نه کړي))

اوس داسې ښکاري چې په مصر کې د اوښتون په موخه مظاهرې به روانې وي، او واکمن يې ورځ تر بلې د زيات ټکان احساس کوي.

د مصر نوی مرسيال ولسمشر عمر سليمان وايي له ده غوښتل شوی چې په اساسي قانون کې د بدلونونو په اړه خبرې پيل کړي. ښاغلي سليمان دغه اعلان پر دولتي ټلوزيون وکړ:

((ولسمشر راته دنده سپارلې چې سمدلاسه له ټولو سياسي ډلو سره تماسونه ونيسم چې د اساسي قانون او نورو قانونو له اصلاح سره په تړاو مسالو پر سر خبرې پيل کړو، په داسې ډول چې په ترڅ کې يې وړاندې شوي بدلونونه او د پلي کولو لپاره يې ټاکل شوي وختونه په ګوته شي.))

په داسې حال کې چې په مصر کې د سياسی ثبات پر سر اندېښنې په زياتېدو دي، د تېلو بيې هم له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهيسې خپلې لوړې کچې ته رسېدلې دي.

په لندن کې د خامو تېلو يو بېلر بيه له ۲۰۰۸ کال راهيسې د لومړی حل لپاره سلو ډالرو ته ختلې ده. کتونکي وايي مصر ډېر کم تېل توليدوي، خو پر سوېز کانال کنټرول لري، يوه مهمه لار چې د تېلو ټانکرونه ترې له خليج نه اروپا او امريکا ته رسېږي.