طالبان : د سولې بهير سره تر يو ځاى کيدو وړاندې قوي ضمانت پکار دى

طالبان

طالبانو په خپلو خپرو شويو خبرو کې د سولې هر ډول خبرې رد کړي او ويلي يې دي چې تر څو به سولې ته غاړه نږدي چې نړيوال ځواکونه له افغانستانه وتي نه وي

طالبانو ويلي دي چې د افغان حکومت او نړيوالو له لوري دسولې د خبرو اترو پر هلو ځلو باور نه لري .

د حکومت په وړاندې د طالبانو جنگيدونکيو قوماندانانو بي بي سي ته ويلي دي فکر نه کوي چې افغان حکومت او نړيوال ملاتړي يې په افغانستان کې د سولې د راوستو په برخه کې جدي وي . د دوی مهمه انديښنه د خپل ځان امنيت او نامعلومه راتلونکی دی.

دا په داسې حال ده چې افغان دولت او نړيوالو ملاتړو يې د طالبانو او د حکومت له نورو مخالفانو سره د خبرو اترو په موخه يوه پروسه شروع کړې چې له دوی سره اړيکي ټينګي کړي او دې ته يې وهڅوي چې وسله پر مځکه کيږدي

طالبانو په خپلو خپرو شويو خبرو کې د سولې هر ډول خبرې رد کړي او ويلي يې دي چې تر څو به سولې ته غاړه نږدي چې نړيوال ځواکونه له افغانستانه وتي نه وي خو د دوى ډيری منځپوړو پوړو او لوړ پوړو کسانو بي بي سي ته ویلي چې غواړي يوه سولييز جوړ جاړي ته ورسيږي.

د طالبانو جنگيدونکيو قوماندانانو بي بي سي ته ويلي دي فکر نه کوي چې افغان حکومت او نړيوال ملاتړي يې په افغانستان کې د سولې د راوستو په برخه کې جدي وي .

ډيری يې وايي چې دوی د افغان حکومت له خوا د سولې د 70 کيسیزه عالي شورا په ګډون د سولې په اوسنۍ پروسې باور نه لري.

دوی وايي دا پروسه د طالبانو د کمزورې کولو او جلا کولو په موخه جوړه شوې ده.

د افغانستان په ختيځ ، د نورستان په ولايت کې د طالبانو يو قوماندان چې همدا اوس د افغان او نړيوالو ځواکونو په وړاندې جنگيږي د افغان حکومت او امريکايانو له خوا د سولې روان بهير د طالبانو دتير ايستلو او دهغوى د نيولو لپاره يو چل بولي.

د طالبانو دغه قوماندان چې ځان ملا ملنگ پيژني له داود اعظمي سره په مرکه کې، لومړى دې پوښتنې ته ځواب وايي چې آيا د خبرو په موخه يې له سيمه ييز والي سره کومه اړيکه نيولې ده .

تيرو څو کلونو کې د سولې د ملي پخلاينې او سولې دغښتلتيا د پروگرام په چوکاټ کې له افغان حکومت سره د زرگونو وسله والو مخالفانو د يو ځاى کيدو خبره کيږي چې په دوى کې د طالبانو د يوشمير قوماندانانو نومونه هم اخيستل کيږي .

له جگړې د لاس اخيستو يو شرط دا دى چې له حکومت سره يو ځا ى کيدونکي له زورونو ، او بندي کيدو له گواښ نه خوندې شي او ټولنه کې د ورگډيډو امکانات وربرابر شي . خو کندهار کې له حکومت سر يوځاى شوي د طالبانو دوه پخواني قوماندانان شکايت لري چې له دوى سره ، د هيڅ ډول مرستې د نه کيدو سربيره ،د افغان او نړيوالو ځواکونو له خوا گواښل شوي هم دي.


دوى چې خپل نومونه نه يادوي ، په يو لنډ بحث کې لومړى پردې غږيږي چې ولي له طالبانو سره يوځاى شوي وو

له وسله والو مخالفانو سره د خبرو اترو د بهير دپيلولو په موخه ، افغان حکومت د افغانستان د گاونډيانو او په تيره بيا د پاکستان د حکومت د همکاريو د جلبولو لپاره هم هلي ځلي کوي.

د افغانستان او پاکستان د چارو شنونکى پاکستانى خبريال احمد رشيد وايي پاکستان په دې برخه کې له د ې کبله ډير څه کولى شي چې پر افغان طالبانو اغيز لري .

خو پر دې سر بيره ، احمد رشيد پر دي هم ټينگار کوي چې له طالبانو سره د خبرو اترو او واک کې د هغوى دشريکولو په موخه بايد کور دننه په افغانستان کې يو ملي توافق رامنځته شي .

نوموړى په دې اړه لومړى په افغانستان کې دسولې پرروان بهير غږيږي

خبره چې په افغانستان کې د سولې په راوستو کې د پاکستان د وڼدې ده ، نو په همدې حال کې يو شمير شنونکي باور لري چې په افغانستان کې د هند او پاکستان د گټو ټکر ، د افغانستان په بي ثباتۍ کې هم ډيره ونډه لري .

خو آيا دټکر پرځاى د ا شونې ده چې هند او پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټيکاو په راوستو کې خپلې هڅې سره غبرگې کړي.

په دې اړه هندي شنونکی ډاکتر پراتاپ ويديک د افغانستان پروضعې د پاکستان او هند د تربگنيو پر اغيزو يوې پوښتنې ته ځواب وايي.

د افغانستان پر گاونډيانو سربير ه ، ډير ى پر دې باور لري چې په افغانستان کې له مخالفانو سره دسولې د خبرو په برخه کې دغلته دنړۍ د ښکيلو هيوادونو ونډه او ملاتړ هم ډير مهم دى .

په دې برخه کې د ناټو ځواکونو دريځ په افغانستان کې د ميشتو ناټو ځواکونو وياند جنرال جوزيف بلاتز يادوي چې لومړى په افغانستان کې د ناټو په روان ماموريت غږيږي.

په افغانستان کې له وسله والو طالبانو او د حکومت له نور مخالفانو سره د خبرو په برخه کې لا يو ټوليز توافق نه شته.

يو شمير کسان داسې فکر کوي چې له طالبانو سره خبرې اترې به تيرو نهو کلونو کې لاسته راغلي برياوي او په تيره بيا د ښځو د ژوند په برخه کې له گواښ سره مخامخ کړي.

په همدې اړه کابل کې محمود کوچي د سولې د عالي شورا له مرستيال عطاالله لودين ، د حکومت د رسنيو د سلاکار رفيع فردوس او د مدني ټولنې په استازيتوب د خبريالانو د څار د ټولنې له مشر صديق الله توحيدي سره په يو گردي ميز کې خبرې کړي دي او په سر کې ښاغلى لودين په اړه معلومات ورکوي چې د سولې عالې شورا تر اوسه پورې څه کړي دي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .