د ولسي جرګې د ریاست لپاره د چهارشنبې ټاکنې هم بې پایلې شوې

ولسي جرګه

د ريس د ټاکلو لپاره د شنبې پر ورځ رای ورکونه له پايلې پرته پای ته ورسېده او په دا بله ورځ بیا ددې پر سر بحثونه وشول چې زاړه نوماندان بيا ځانونه نومولی شي او که به نوي کسان رامخته کېږي .

په افغانستان کې نن چهارشنبه هم د نوې ولسي جرګې د رییس د ټاکلو لپاره ګهيځ مهال پیل شوې ټاکنې د کاندیدانو له لوري د رایو د اړینې شمېرې د نه ګټلو له کبله دواړه پړاوونه بې نتیجې پای ته ورسېدل.

د رایو دویم پړاو د ماسپښين په دوو بجو پیل شو چې د جرګې ۲۴۰ غړو رایې په کې واچولې .

د دویم پړاو په ټاکنو کې صدیق احمد عثماني ۱۱۸ رایې او هما سلطاني ۳۰ رایې وګټلې .

ولسي جرګې به پر راتلونکې شنبه د رییس د ټاکلو لپاره بیا غونډه کوي .

په لومړي پړاو کې پنځه کاندیدان سیالۍ ته ولاړ وو، چې له منځه یې صدیق احمد عثماني د ۹۴ رایو او هما سلطاني د ۴۸ رایو په ګټلو د سیالۍ دویم پړاو ته لاره ومونده .

د جرګې مشرۍ ته پنځه کسان (سیاوش بکتاش، سید اسحق ګیلاني، هما سلطاني، صدیق احمد عثماني او عبیدالله رامين) ولاړ ول .

د چهارشنبې د ورځې غونډه

د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په ناسته کې ۲۴۴ استازي موجود ول، چې د جرګې رییس د څوکۍ ګټلو لپاره ۱۲۳ رایو ته اړتیا لري .

په دغو استازو کې سیاوش بکتاش ۱۴، سید اسحق ګیلاني ۴۱، صدیق احمد عثماني ۹۴، عبیدالله رامین ۱۹ او هما سلطاني ۴۸ رایې وګټلې.

په ننۍ غونډه کې شپږو تنو استازو د دغې څوکۍ د خپلولو لپاره سره سيالي وکړه چې وروسته يې دوه تنه په دويم پړاو کې هم په دې بريالي نه شوه چې د جرگې د حاضرو غړو په منځ کې تر ۵۰ سلنې زياتې رايې خپلې کړي .

د غونډې په پاى کې وپتيل شوه چې راتلونکې اوونۍ به جرگه وال په دې سره خبرې کوي چې د دغه رامنځ ته شوي کړکېچ د له منځه وړلو لپاره نورې لارې چارې ولټوي .

د افغانستان د ولسي جرگې نننۍ غونده سره له دې چې تر نورو هغو ارامه او بې کړکېچه غونډه وه او بحثونه په کې زيات لانجمن نه و ، خو بيا هم جرگه بې پايلې پاى ته ورسېده .

په ننيو ټاکنو کې شپږو تنو وکيلانو ځانونه د جرگې د مشرۍ لپاره نومولي وو چې له ډلې نه يې د پروان ولايت استازى صديق احمد عتماني او د غزني ولايت وکيله هما سلطاني دويم |ړاو ته لاره ومونده .

په جرگه کې ټول تال ۲۴۰ تنه حاضر وو چې دغو نوماندانو هر يو ۲۲۱ رايو ته اړتيا لرله چې په خپلولو سره يې بريالي کيداى شوه ، خو ښاغلي عتماني ۱۱۸رايې خپلې کړې او اغلې سلطاني ۳۰رايې ، چې په دې توگه يو يې هم و نه توانېد چې د ولسي جرگې مشر شي .

په ننۍ غونډه کې ۶۲ سپينې او ۳۰ نورې باطلې رايې هم وکاريدې چې د دغو دواړو نوماندانو برخليک يې د ستونزو سره مخامخ کړ .

په پاى کې د جرگې اداري هيات وويل چې راتلونکې اونۍ به پخپلو کې په دي سره حرگه کيږي چې د راټوکېدلي کړکېچ د غوڅولو لپاره د حل يوه لاره ولټوي.

سیاف او قانوني

ولسي جرګې وړمه ورځ د رایو په اکثریت سره پرېکړه وکړه چې د ریاست څوکۍ ته باید نوې څېرې مخې ته شي، او دا چې د دغې څوکۍ دوه پخواني مخکښ او مات شوي کاندیدان عبد رب الرسول سیاف او محمد یونس قانون بیا نه شي درېدی .

د ولسي جرگې په ننۍ غونډه کې د تيرو هغو په څير په روښانه ټکو کې و نه ويل شوه چې په راتلونکو غونډو کې به نوي وکيلان سره سيالۍ ته راوځي او که به دغه بهير تر هغې پورې وځنډول شي چې استازي نوې پرېکړه وکړي .

خو داسې ويل کېږي چې په راتلونکو غونډو کې به يا د کورنيو دندو په موادو کې د ادلون بدلون غوښتنه کېږي او يا به په دويم پړاو کې د کانديدانو تر منځ په ساده اکتريت هوکړه کېږي، دا هغه څه دي چې په تيرو غونډو کې يې هم ځينو استازو يادونه کوله ، خو ځينو بيا دغه څه د اساسي قانون د ۱۰۶ مادې سره په ټکر کې بلل .

خو هره پرېکړه چې کيږي نو په دوو تيرو ټاکنو کې به د ولاړو کانديدانو په برخليک هم اغيز پرې باسي ، چې په هغه صورت کې ښايي د عبدرب الرسول سياف چې د تيرو ټاکنو په دويم پړاو کې يې ۱۱۹ رايې گټلې وې او صديق احمد عثماني چې په ننيو ټاکنو کې يې ۱۱۸ رايې خپلې کړې سره سيالي وکږي ، خو يونس قانوني چې چې په هغه پير کې يې ۱۱۶ رايې گټلې وې ښايي له دغو سياليو ووځي .

سره له دې چې تر اوسه د دغې څوکۍ د گټونکي برخليک نه دى جوت شوى ، خو ځينې وکيلان دا خبره کوي ، تر هغې پورې چې په جرگه کې سياسي سټې هغه چې د وکيلانو په منځ کې د نامې حامې خاوندان ياديږي ، له دغه بهيره پاتې کيږي ، نو جرگه به ورسه تل د دغو راز ستونزو او کړکيچونو سره مخامخ وي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .