سروې: پر افغان پوليسو د خلکو باور زيات شوی دی

افغان پوليس
Image caption د کورنيو چارو وزارت ويلي چې په پوليسو کې ستونزې شته، خو لامل يې دا دی چې په تېرو کلونو کې ورته نړيوالې ټولنې ډېر پام نه کاوه.

د ملګرو ملتونو پراختيايي اداره يا يو اين ډي پي وايي دغه نظرپوښتنه يې په ټول هېواد کې له څه باندې پېنځه زره افغانانو سره د شويو مرکو پر بنسټ چمتو کړې ده .

ددغه نظرپوښتنې پايلې په ډاګه کوي چې د افغانستان په کليو او بانډو کې په سلو کې ۷۹ کسان او په ښارونو، په ځانګړي ډول پلازمېنه کابل کې په سلو کې يو نوي کسان له پوليسو څخه خوښ دي، چې دغه شمېرې د تېر کال په پرتله لس په سلو کې زياتوالی ښيي.

دغه سروې نه يوازې له خلکو سره د پوليسو د چال چلند په اړه ده بلکې پخپله د پوليسو په ليکو کې يې د فساد او په نشه يي توکو د روږدېدا په اړه هم خلک پوښتلي دي .

نظر پوښتنه ښيي په سلو کې څه باندې پېنځه ويشت کسانو ويلي چې پوليس په نشه يي توکو روږدي دي او په سلو کې نولسو کسانو ويلي چې پوليس د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري .

دغه راز په سلو کې له لسو تر دروېشتو افغانانو د پوليسو له لوري د خلکو د بې ځايه نيونو، د کورنو د تالاشيو، د فزيکي ځورونو او د نامشروع او ناسمو تورونو د لګولو په اړه ويلي دي .

په سروې کې د امنيت په اړه هم پوښتنې شوې چې په سلو کې شپږ کسانو ويلي ښه شوی . په سلو کې نهه اتيا کسانو ويلي د ورځې په اوږدو کې او په سلو کې اويا کسانو ويلي چې د شپې له خوا په خپلو کورنو کې د امنيت احساس کوي . ددغه راپور پر بنسټ په سلو کې درې شپېته کسانو ويلي چې پوليس کولای شي د بهرنيو ځواکونو له مرستې پرته امنيت وساتي .

د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې يا يو اين ډي پي يوه چارواکي ميتيو وارشو چې دغه راپور يې وړاندې کاوه وويل په سلو کې شپېته افغانانو ورته ويلي چې د پوليسو په ادارو کې فساد شته:

((شپېته په سلو کې خلکو ويلي چې د پوليسو په بېلابېلو څانګو کې فساد شته او څلوېښت په سلو کې خلکو ورته ويلي چې په ملي پوځ کې هم فساد شته .

پوليس به ښايي له دې امله خلکو ته په فساد کې ډېر ښکېل ښکاري چې له قضايي سيسټم سره سر و کار لري او قضايي سيسټم د نورو ټولو په پرتله په فساد کې ډېر ککړ پېژندل کېږي. ))

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت دغې سروې ته پخپل غبرګون کې شک ښيي چې ګنې دا دې په ټول افغانستان کې شوې وي، خو له يوه مخه يې ردوي هم نه .

افغان چارواکو د ملګرو ملتونو په راپور کې د پوليسو د رابرسېره شويو ستونزو پړه پر نړيواله ټولنه ور اچولې او وايي په تېرو کلونو کې يې پوليسو ته ډېر پام نه دی کړی .

د کورنيو چارو وزارت وايي اوس پوليسو ته پام زيات شوی او تر درې کلونو پورې به د پوليسو شمېره هم له يو لکو لس زره څخه يو لکو اويا زره ته ورسېږي او ورسره به شته شتونزې هم هوارې شي .