د رييس د ټاکلو په اړه ولسي جرګه کومې پايلې ته و نه رسېده

ولسي جرګه
Image caption ولسي جرګې د خپل کار د پيل په لومړيو شاوخو لسو ورځو کې يوازې خپل رييس لا نه دی ټاکلی.

ولسي جرګه له اوږدو بحثونو وروسته په دې کې پاتې راغله چې د خپل مشر د ټاکلو لپاره کومه لاره چاره ولټوي.

له هغه وروسته چې د ولسي جرګې د رياست لپاره په تېرو څلورپړاوه ټاکنو کې هېڅ يوه نوماندان د رياست لپاره شرط شوې پېنځوس جمعه يو رايې پوره نه کړي، ولسي جرګې وپتېيله چې نن د خپل مشر د ټاکنې لپاره يوه بله لاره ولټوي.

خو د شنبې د ورځې په غونډه کې تر زياتو بحثونو وروسته هم په ولسي جرګه کې داسې نظر رامخې ته نه شو چې ټول پرې هوکړه وکړي او د مشر د ټاکنې لاره ترې را وباسي .

يو شمېر استازي د ولسي جرګې په کورنۍ تګلاره کې د بدلون راوستلو پلويان ول ، يو شمېر استازو غوښتل چې د مشر د ټاکنې بحث دې د اساسي قانون د پلې کېدا د څار کمېسيون ته وسپارل شي خو نورو بيا ويل د رياست د ټاکنو لپاره دې نوې څېرې رامخې ته شي او پېنځم ځل ټاکنې دې وشي .

د ريس د ټاکنې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د ولسي جرګې کورنۍ تګلاره بلل کېږي چې وايي يو سړی د رياست د څوکۍ لپاره درېيم ځل نه شي کانديدای او دغه راز بايد پېنځوس جمعه يو رايې وګټي .

د شنبې په غونډه کې ځينو استازو استدلال کاوه چې د پېنځوس جمعه يو رايې شرط دې بدل شي او هر چا چې ډېرې رايې ګټلې دي هغه دې رييس شي .

په دې توګه به بيا پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سياف د جرګې مشر کېږي چې د جرګې په دويم پړاو ټاکنو کې يې تر ټولو ډېرې يانې يو سلو نولس رايې ګټلې وې .

د ولسي جرګې د ريس لپاره په ټاکنو کې ستونزه د سپينو رايو کارولو رامنځته کړه چې برخليک يې نامعلوم دی ، نه مثبتې بلل کېدای شي او نه له پامه غورځول کېدای شي .

يو شمېر نوماندانو ويل چې سپينې رايې دې د ناسوبو وکيلانو د رايې په توګه وبلل شي او هېڅ حساب دې نه پرې کېږي، خو ډېرو نورو بيا ددغه نظر مخالفت وکړ.

په تېرو پړاوونو کې د سپينو رايو کارولو ددې مخه ونيوه چې کوم نوماند دې پېنځوس جمعه يو رايې پوره کړي .

د ولسي جرګې غړو دغو ستونزو ته په کتو سره تېره چهارشنبه پرېکړه کړې وه چې د شنبې پر ورځ به بله داسې لاره لټوي چې په مرسته يې ژر تر ژره د ولسي جرګې رييس وټاکل شي .

خو له ډېرو ګرمو او اوږدو بحثونو سره سره جرګه بې پايلې پای ته ورسېده او تمه ده چې سبا به هم غونډه پر دغې مسلې بحثونه وکړي .

ولسي جرګه شاخوا لس ورځې مخکې پرانستل شوه چې په لومړي ګام کې بايد د جرګې رييس ټاکل شوی وای خو دغه چاره تر اوسه بشپړه شوې نه ده.ش