ولسي جرګه د ریس د ټاکلو په اړه کومې پایلې ته ونه رسېده

ولسي جرګه

يو شمېر استازو د ولسي جرګې د مشر پر سر د راټوکېدلې لانجې د غوڅولو لپاره ټينگار لاره چې په جرګه کې دې د شوو ټاکنو پايلې د افغانستان د اساسي قانون د څار کميسيون ته د لا زيات تفسير لپاره واستول شي، خو ځينو نورو بيا له دغه کار سره خپل مخالفت په ډاګه کړ .

د افغانستان د ولسي جرگې غړي نن بيا د جرګې د رییس په ټاکلو ونه توانېدل. تر څو ساعته بحثونو وروسته د جرګې موقت مشر غونډه تر سه شنبې پورې وځنډوله چې نوي غړي به د جرګې ریاست ته ځانونه نوموي .

له نننۍ ناستې وروسته د ولسي جرګې څلورو غړو د ریاست لپاره د جرګې اداري پلاوي ته خپل وړاندیزونه کړي دي .

په دوی کې سيد محمد او خالد پښتون د کندهار، ابراهیم ملک زاده د غور او منورشاه بهادري د هرات استازو د ریاست لپاره ځانونه نومولي دي .

سبا (دوشنبه) ښايي نور غړي هم د ولسي جرګې ریاست ته ځانونه ونوموي او تر راتلونکې سه شنبې پورې به کمپاین کوي .

د افغانستان د ولسي جرګې د یکشنبې غونډه هم لکه د تېرو ورځو په څېر بې نتیجې پای ته ورسېده .

د غونډې په پیل کې له یو لړ بحثونو ورسته د جرګې موقت رییس محمد سرور عثماني له خپلې څوکۍ پورته او خپله استعفا یې اعلان کړه، خو د جرګې د یو شمېر غړو په ټينګار هغه بېرته پر خپله څوکۍ کښېناست .

استازي په دې نه سره جوړېږي چې د ریيس ټاکلو په برخه کې د شويو ټاکنو پايلې د اساسي قانون د څار کميسيون ته وسپاري که نه .

شاوخوا یوه اوونۍ کېږي چې د افغانستان د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو پر سر د استازو ترمنځ ناندرۍ روانې دي .

خو د جرګې د مشر لپاره د دوه ځلې ټاکنو او ګڼو بحثونو سره سره تراوسه هم استازي په دې نه دي توانېدلي چې دې لانجې ته د حل لاره ومومي .

تېره ورځ د استازو نظرونه په خپلو کې سره ویشلي و .

يو شمېر استازو د ولسي جرګې د مشر پر سر د راټوکېدلې لانجې د غوڅولو لپاره ټينگار لاره چې په جرګه کې دې د شوو ټاکنو پايلې د افغانستان د اساسي قانون د څار کميسيون ته د لا زيات تفسير لپاره واستول شي، خو ځينو نورو بيا له دغه کار سره خپل مخالفت په ډاګه کړ .

یو شمېر نورو بیا ويل چې د اساسي قانون نه سرغړاوى د دوى لپاره د زغملو نه دى او د هغوى په اند پر دغې موضوع زياتې خبرې او بحثونه هم له اساسي قانون نه په ښکاره سرغړونه ده .

د ريس د ټاکنې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د ولسي جرګې کورنۍ تګلاره بلل کېږي چې وايي يو سړی د رياست د څوکۍ لپاره درېيم ځل نه شي کانديدای او دغه راز بايد پېنځوس جمعه يو رايې وګټي .

د شنبې په غونډه کې ځينو استازو استدلال کاوه چې د ۵۰ جمعه يو رايې شرط دې بدل شي او هر چا چې ډېرې رايې ګټلې دي هغه دې رييس شي .

په دې توګه به بيا پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سياف د جرګې مشر کېږي چې د جرګې په دويم پړاو ټاکنو کې يې تر ټولو ډېرې يانې يو سلو نولس رايې ګټلې وې .

د ولسي جرګې د ريس لپاره په ټاکنو کې ستونزه د سپينو رايو کارولو رامنځته کړه چې برخليک يې نامعلوم دی ، نه مثبتې بلل کېدای شي او نه له پامه غورځول کېدای شي .

يو شمېر نوماندانو ويل چې سپينې رايې دې د ناسوبو وکيلانو د رايې په توګه وبلل شي او هېڅ حساب دې نه پرې کېږي، خو ډېرو نورو بيا ددغه نظر مخالفت وکړ.

په تېرو پړاوونو کې د سپينو رايو کارولو ددې مخه ونيوه چې کوم نوماند دې پېنځوس جمعه يو رايې پوره کړي .

د ولسي جرګې غړو دغو ستونزو ته په کتو سره تېره چهارشنبه پرېکړه کړې وه چې د شنبې پر ورځ به بله داسې لاره لټوي چې په مرسته يې ژر تر ژره د ولسي جرګې رييس وټاکل شي .

خو له ډېرو ګرمو او اوږدو بحثونو سره سره، د شنبې او یکشنبې ورځو جرګه بې پايلې پای ته ورسېده او تمه ده چې سبا نه بله ورځ (سه شنبه) به هم غونډه پر دغې مسالې بحثونه وکړي .

ولسي جرګه شاخوا لس ورځې مخکې پرانیستل شوه چې په لومړي ګام کې بايد د جرګې رييس ټاکل شوی وای خو دغه چاره تر اوسه بشپړه شوې نه ده.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .