په سالنګونو کې د ممکنه تلفاتو د مخنيوي هڅې

سالنګ
Image caption د سالنګونو له پیچومو پر دغه ډګه او واورو پوښلې لار شاوخوا ۱۶۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ګڼ نور ژوبل شول.

افغان چارواکي وايي د سالنګونو په لویه لاره کې د وارو د ورېدو له کبله د ممکنه انساني تلفاتو د مخنیوي په موخه یې ځانګړي تدابیر نیولي دي .

د پروان ولایت چارواکي وايي د سالنګونو په اتو خطرناکو سیمو کې یې مضبوطې کوټې جوړې کړې چې د واورې ښوېیدنو پرمهال به خلک ورته پناه وړي .

په داسې حال کې چې له تېرو څو ورځو راهيسې د سالنګو پر لویه لار درنده واوره ورېږي، دغې لار ته د ورڅېرمه پروان ولایت چارواکي وايي ، د خلکو د ساتنې لپاره یې دغلته یو شمیر ساتندویه او مظبوط مرکزونه جوړ کړي دي .

چارواکي وايي دغه اته مرکزونه یې د واورو د ښوېیدو او توپانونو د راتلو له اړخه د جنوبي سالنګ په خطرناکو سیمو کې جوړ کړي چې په هر مرکز کې شاوخوا ۱۰۰ تنه ځایېدای او خوندی کېدای شي .

د پروان والي عبدالبصیر سالنګي وايي په دغو مرکزونو کې د انسان د ساتنې او اوسېدو ګڼ امکانات موجود دي :

''د اوس لپاره د پروان ولایت اړوند د جنوبي سالنګ په اتو خطرناکو سیمو کې مرکزونه جوړ شوي، چې هر یویې د ۱۰۰ کسانو ظرفیت لري . په دغو اتو اطاقونو ۳۰۰۰ کمپلې، د نارینه وو، ښځو او ماشومانو جامې او درمل هم شته. پر دې سربېره د ۴۸ ساعتونو لپاره ۱۰۰ کسانو ته خوراکي مواد او څلور ټنه سونګ توکي هم شته او ان په دغو ځایونو کې شامپو، صابون، د غاښونو کریم او ناخونګیر هم لرو.''

Image caption تېر کال د سالنګ پر همدغه لار د سختو واورو د وریدو او توپان له کبله شاوخوا ۱۶۰ تنه مړه شول .

ښاغلي سالنګي وویل ښايي د دغو مرکزونو پر مټ د سالنګ پر لویه لار د ممکنه برف کوچونو له کبله تر ډېره د انساني تلفاتو مخنیوی وشي .

په اصل کې د دغو مرکزونو د جوړولو لارښوونه ولسمشر کرزي تېر کال له هغه وکړه چې دغلته د واورو د ښویېدو او توپانونو له کبله سلګونه مساپر ګیر پاتې شول .

د یادې شوې پېښې له کبله د سالنګونو له پیچومو پر دغه ډګه او واورو پوښلې لار شاوخوا ۱۶۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ګڼ نور ژوبل شول.

ورته مطالب