د افغانستان لوړې زده کړې معیاري کېږي

په افغانستان کې دا مهال ۲۴ دولتي پوهنتونونه فعال دي چې د رسمي شمېرو له مخې په کې ۷۳ زره کسان په زده کړو بوخت دي او ۲۱ زره محصلین د هېواد په خصوصي پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کوي .

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي په هېواد کې یې د لوړو زده کړو د کیفیت د لوړوالي لپاره جدي هڅې پيل کړې دي .

دغه وزارت وايي په قانوني چوکاټ کې یې د لوړو زده کړو ښه والي، د علمي سټو د سویې د لوړاوي د تحصیلي نصاب ښه کول او په لوړو زده کړو کې د حکومت والۍ د غښتلتیا لپاره پروګرام په پام کې نیولی دی .

همدا راز د لوړو زد ه کړو وزارت وايي چې نن یې په کابل کې د دوولسم ټولګي له شاوخوا نهو زرو فارغانو د کانکور ازموینه واخیسته .

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي د لوړو زده کړو د قانون په ګډون یې خپلې ټولې لایحې او مقررات نوي کړي دي؛ خو د لوړو زده کړو قانون لاهم د پارلمان له خوا تصویب شوی نه دی .

د دغه وزارت مرستیال محمد عثمان بابري وویل د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې د یوه ملي کمېسیون په جوړولو سره د تحصيلي نصاب د ښه کولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي .

ښاغلي بابري همدا راز زیاته کړه چې د تېرو کلونو په درشل کې یې په پوهنتونونو کې له بهر څخه ماسټري او دوکتورا لرونکي ۸۰ استادان په دندو ګمارلي دي .

هغه همداراز زیاته کړه د لوړو زده کړو په سیستم کې د حکومت والۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې دوام لري چې په لړ کې به د هېواد د لوړو زده کړو سیستم معیاري شي .

ښاغلي بابري وویل ډېر ژر به د لوړو زده کړو د سیستم کیفیت ښه شي :

د تېرو کلونو په څېر د کانکور په ازموینه کې هېڅ ډول ناوړه ګټې اخیستو ته اجازه نه ورکوو او نه هم دا امکان لري، د ظرفیت په برخه کې په پام کې ده چې د هېواد په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په مؤسسو کې له ۲۴ زرو تر ۲۵ زرو پورې کسان جذب شي.

محمد عثمان بابري

''که څه هم په افغانستان کې جګړه روانه ده ، ډېر د خوښۍ ځای دی چې ‎د تحصيلي کیفیت د تضمین سیستم پلی شي، د کیفیت د تضمین د سیستم موخه داده چې زموږ تحصیلي سیستم معیاري شي، موږ پخپله افغاني اکاديميک معیارونه ولرو، هغه به د لوړو زده کړو په مؤسسو کې پلی کړو، او پر بنسټ یې د لوړو زده کړو پرمختګ وارزوو.''

ښاغلي بابري وویل په کابل کې د دوشنبې په ورځ د دوولسمو ټولګیو له شاوخوا نهو زرو فارغانو د کانکور ازموینه واخیستل شوه .

نوموړي وویل چې د سږکال د کانکور د ازموینې د شاوخوا یو سل او دېرش زرو مینه والو له ډلې له کابو سل زره کسانو ازموینه اخیستل شوې چې ټاکل شوې له پاتې کسانو هم په راتلونکو دوو نورو پړاوونو کې په کابل کې دغه ازموینه واخیستل شي .

نوموړي زیاته کړه له دې ډلې به له څلریشت زره تر پنځه ویشتو زرو پورې فارغان د هېواد د لوړو زده کړو مؤسسو ته جذب شي چې شاوخوا دوه زره یې د تېر کال پاتې دي :

''د تېرو کلونو په څېر د کانکور په ازموینه کې هېڅ ډول ناوړه ګټې اخیستو ته اجازه نه ورکوو او نه هم دا امکان لري، د ظرفیت په برخه کې په پام کې ده چې د هېواد په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په مؤسسو کې له ۲۴ زرو تر ۲۵ زرو پورې کسان جذب شي، د هېواد د لوړو زده کړو موسسو ترڅنګ، د ښوونکي د تربیې مؤسسې ، دارالعلومونه، او تخنيکي ښوونځي شته، او اټکل دی چې د تېر کال په څېر به لوړو زده کړو ته له ۶۰ تر ۷۰ زره کسانو پورې جذب شي.''

کانکور ازموینه

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې تر دې مهاله له ۱۰۰ فارغانو د کانکور ازموینه اخیستل شوې ده .

په افغانستان کې دا مهال ۲۴ دولتي پوهنتونونه فعال دي چې د رسمي شمېرو له مخې په کې ۷۳ زره کسان په زده کړو بوخت دي او ۲۱ زره محصلین د هېواد په خصوصي پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کوي .

کارپوهان وايي د نورو ستونزو ترڅنګ، د ټيټ ظرفیت ستونزه د افغانستان د لوړو زده کړو په ډګر کې تر ټولو لویه ستونزه ګڼل کېږي، چې په لړ کې یې د دولسم ټولګي لسګونه زره فارغان د هېواد پوهنتونونو ته لاره نه شي پیدا کولای .

دوی وايي په کار ده چې د لوړو زره کړو وزارت د لوړو زده کړو په مؤسسو کې د جذبولو لړۍ چټکه کړي چې په دې سره به له دوولسمو ټولګیو ټول فارغان د لوړو زده کړو مؤسسو ته لاره ومومي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .