افغانستان د ایران ادعا په کلکه رد کړه

د افغانستان او ایران بیرغ
Image caption فغان حکومت له لویه سره له ایران سره د تېلو د ترانزیت په سر څه باندې درې میاشتې وړاندې پېښ شوی جنجال هم لا هماغسې پاتې بولي او وایي د ایران ګمرکي مامورانو یواځې د تېلو هغه ټانکرونه پرېښي چې د افغانستان پولې ته نژدې ودرول شوي وو.

د ایران دغې ادعا ته چې وایي د شوې موافقې له مخې به افغانستان له دې وروسته د خصوصي سکټور د اړتیا وړ ټول تېل ګواکې له ایرانه پېري، د افغان حکومت غبرګون پرېکنده او روښانه وو .

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت دغه ادعا ناسمه بللې او وایی دوی دې ته غاړه نه شي اېښودی چې د هېواد د تېلو مارکېټ د کوم ځانګړي هېواد په انحصار کې ورکړي .

افغان چارواکي وایي له کوم قرارداد پرته یوازې په دې تفاهم شوی چې د بیې او کیفیت شرطونو ته په کتو به افغان سوداګر د تېلو له اړخه د هېواد د لوېدیځو او سوېلي ولایتونو اړتیا له ایران نه پوره کوي .

د ایران د تېلو وزیر مسعود میرکاظمي ته منسوب شوې دغه ادعا د یکشنبې په ورځ په ایراني رسنیو کې خوره شوه.

جزيیات یې دا وو چې ګواکې د دواړو حکومتونو استازو د تېلو د ترانزیت له اړخه د پېښې لانجې په اړه تېره اوونۍ د تهران په خبرو کې دغې موافقې ته رسېدلي .

خو د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال غلام محمد ییلاقي چې د تهران په وروستیو خبرو کې یې ګډون درلود، بي بي سي ته پخپلو څرګندونو کې د ایران دغه ادعا چورلټه بې اساسه وبلله .

د افغانستان د سوداګرۍ د اتاق مرستیال خان جان الکوزی هم د ایران دغه ادعا د سوداګرۍ له نویړالوقوانینو سره په توپیر کې بولي او وایي هېڅ کوم حکومت دا حق نه لري چې پر افغان سوداګرو محدودیتونه ولګوي .

افغان حکومت له لویه سره له ایران سره د تېلو د ترانزیت په سر څه باندې درې میاشتې وړاندې پېښ شوی جنجال هم لا هماغسې پاتې بولي او وایي د ایران ګمرکي مامورانو یواځې د تېلو هغه ټانکرونه پرېښي چې د افغانستان پولې ته نژدې ودرول شوي وو.

د سوداګرۍ مرستیال وزیر ییلاقي په همدې اړه د بېلګې په توګه د ایران په بندرونو کې د افغان سوداګرو ایسارو تېلو ته ګوته نیسي .

افغان چارواکي دا هم وایي چې تېره اوونۍ د تهران د خبرو پر مهال د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد یو ځل بیا ژمنه وکړه چې ډېر ژر به خپلو ګمرکونو ته د دغې لانجې د غوڅېدو لارښوونه وکړي خو وایي د ژمنې خلاف تر اوسه کوم عملي ګام نه دی اخیستل شوی او ستونزه په خپل حال پاتې ده .

ورته مطالب