کرزی: امریکا په افغانستان کې د دایمي پوځي اډو جوړولو په لټه کې ده

حامد کرزی

بل خوا ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا وویل چې د راتلونکې حمل/وري میاشتې په لومړۍ نېټه به له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل پیل شي . نوموړي دا څرګندونې د جرمني په مونیخ غونډه کې هم کړې وې .

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي منلې چې د امریکا متحده ایالتونه په افغانستان کې د دایمي اډو د جوړولو په لټه کې ده، چې په سیمه کې د القاعدې او تندلارو طالبانو پټن ځایونه له منځه یوسي .

ښاغلي کرزي دا څرګندونې له هند او جرمني څخه تر ستنېدا وروسته په کابل کې یوې خبري ناستې ته وکړې .

ولسمشر کرزي وویل حکومت یې له امریکايي چارواکو سره د دایمي پوځي اډو د جوړولو د قانوي کېدا او ستراتيژيکو جزییاتو په تړاو خبرې کوي، خو په دې اړه به وروستۍ پرېکړه د هېواد پارلمان او لویه جرګه کوي :

''موږ باوري یو چې افغانستان د امریکا له متحده ایالتونو سره د اوږدمهاله اړيکو لېواله دی. موږ هیلمن یو چې تر ۲۰۱۴ کال پورې د هېواد امنيتي چارې په سمه توګه پرغاړه واخلو او افغانستان په اقتصادي برخه کې پر خپلو پښو ودرېږي . ''

که څه هم ولسمشر کرزي دا په ډاګه نه کړه چې د امریکا او افغانستان ترمنځ به په دغه هېواد کې د دايمي پوځي اډو تړون کله لاسلیکېږي، خو وویل چې د لویې جرګې او پارلمان په مټ د اوږدمهالو اړیکو د تړون د لاسلیکېدا اړتیا ده .

ولسمشر کرزي دا هم وویل چې له امریکا سره د اوږدمهاله اړیکو تړون لاسلیکول دا مانا نه لري چې ګني امریکا به له افغانستان څخه د ګاونډیو هېوادونو پرضد ګټه اخلي .

ښاغلي کرزي وویل، ''افغانستان به هېڅکله د خپلو ګاونډيو پرضد فعالیتونو لپاره پخپله خاوره کې چا ته د ناوړه فعالیت ځای ورنه کړي .''

تېره میاشت، امریکايي سناتور لېنزي ګرېهام له 'اېن بي اېس' خبري تلوېزیوني چینل سره په مرکه کې د ولسمشر بارک اوباما له ادارې په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو د جوړولو غوښتنه کړې وه .

نوموړي ويلي ول په ۲۰۱۴ کې د ناټو په مشرۍ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته باید په دغه هېواد کې دایمي اډې جوړې شي؛'ځکه چې دا کار د سیمې او نړیوالو په ګټه دی .'

دغه جمهوریت غوښتونکي سناتور دا هم ویلي ول چې 'په افغانستان کې د دایمي اډو جوړول به پاکستان کې مېشتو اورپکو ته دا سیګنال وي چې ګني بیا افغانستان ته ستنېدای نه شي. '

لینزي ګرېهام

لینزي ګرېهام ویلي ول په افغانستان کې دایمي پوځي اډې جوړول د امریکا او سیمې په ګټه دي.

خو د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي ځايناستي فرانک روژير ويلي ول، امريکا په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو د جوړولو هوډ نه لري.

د دې ترڅنګ دا اندېښنې هم شته، چې ایا افغان ځواکونه به د هېواد د امنیت د ټينګولو جوګه شي او که څنګه ؟

د امنيتي چارو سپارل

بل خوا ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا وویل چې د راتلونکې حمل/وري میاشتې په لومړۍ نېټه به له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل پیل شي . نوموړي دا څرګندونې د جرمني په مونیخ غونډه کې هم کړې وې .

افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو تړون په لیزبن کې د ناټو د سرمنشي فور اسموسن او ولسمشر حامد کرزي ترمنځ لاسلیک شو، چې په تدریجي ډول به ترسره کېږي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .