دفاع وزارت: افغان ځواکونه د امنيتي چارو اخیستو ته چمتو دي

افغان پوځ

وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي وو چې د راتلونکي لمریز کال له پیل سره سم به افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د رسپارلو لومړی پړاو اعلان کړي .

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، ځواکونه یې د دې جوګه دي چې په ټاکلي نېټه له بهرنیو ځواکونو د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه په واخلي .

چارواکي وایي، د افغان پوځ د روزنې او تجهیز چاره روانه ده او تر هغه چې د چارو مسؤولیت ورسپارل کېږي، له دې اړخه به یې زیاتې ستونزې هوارې وي .

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وایي، اوسمهال د افغان پوځ شمېر له ۱۵۰ زرو اوښتی او ترڅنګ یې ۲۰ زره نور هم په پوځي روزنو بوخت دي .

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وایي، افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د مسؤولیت سپارل کېدو په صورت کې دغه ځواکونو د دې وړتیا لري چې په دغه هېواد کې په یوازې ځان هم امنیت خوندي کړي :

''ملي پوځ د دې وړتیا لري چې د واک د لېږد بهیر په ټاکلې نېټه په بریالیتوب سره پیل کړي، د ملی پوځ د پرمختیا بهیر د هرې ورځې په تېرېدو، د څومره والي او څرنګوالي له اړخه وده مومي. د ملی دفاع وزارت مشرتابه او ستردرستیز د ملي پوځ د ښوونې او روزنې او همدارنګه د د تجهیز او سمبالښت موضوع ته ځانګړې پاملرنه درلوده او لري یې.''

ښاغلي عظیمي زیاته کړه، د افغان ځواکونو د روزنې لپاره اوسمهال شاوخوا ۱۷ د ښوونې او روزنې موسسې فعالیت لری، خو نوموړی وایي، اوس هم افغان ځواکونه لا ډېرو مسلکي روزنو او ترڅنګ یې په دې برخه کې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري :

''په حقیقت کې موږ له ۲۰۰۷ کاله د ملي پوځ او امنیتي بنسټونو جوړول پیل کړل. که چېرې نړیوالې ټولنې همدغه ظرفیت همدا امکانات په هماغه لومړیو کلونو کې زموږ په واک کې راکړي وای، له دې چې هغه مهال مو جنګ جګړې نه درلودې نو موږ توانېدو چې د امنیت د خوندي کولو لپاره کافي ځواکونه ولرو . او هغه ستونزې چې اوس یې لرو نه به مو درلودې''.

ښاغلی عظيمي

ښاغلي عظیمي زیاته کړه، د افغان ځواکونو د روزنې لپاره اوسمهال شاوخوا ۱۷ د ښوونې او روزنې موسسې فعالیت لری، خو نوموړی وایي، اوس هم افغان ځواکونه لا ډېرو مسلکي روزنو او ترڅنګ یې په دې برخه کې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

ټاکل شوې تر ۲۰۱۴ میلادي کاله په په افغانستان کې د امنیت ټینګولو چاره په بشپړه توګه افغان امنیتي ځواکونو ته ورسپارل شي او ولسمشر حامد کرزي ویلي، د راتلونکې لمریز کال له پیل سره سم به د دې بهیر لومړی پړاو اعلان کړي .

خو د دغه بهیر له هماغه پیل راهیسې په دې اړه ځینې اندیښنې له دې اړخه راټوکېدلې چې وایي، ترهغه مهاله به ښایي افغان امنیتي ځواکونه که څه هم د څومره والي له پلوه ټاکل شوي شمېر ته ورسېږي، خو د څرنګوالي له اړخه به هغه شان چې په کار ده په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال نه وي .

وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي وو چې د راتلونکي لمریز کال له پیل سره سم به افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د رسپارلو لومړی پړاو اعلان کړي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .