د مشرانو جرګې د پاتې انتصابي غړو لست اعلانېږي

مشرانو جرګه

د افغانستان د ملي شورا د مشرانو جرګې ټول ټال ۱۰۲ غړي لري چې ۶۸ یې د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو د غړو ترمنځ د ټاکنو له لارې انتخابیږي،او پاتې ۳۴ نور یې د ولسمشر کرزي له لورې انتصابېږي.

افغان ولسمشر حامد کرزى وايي د مشرانو جرگې د پاتې انتصابي کسانو لست يې چمتو کړى او ډېر ژر به يې اعلان کړي.

ښاغلي کرزي داسې اشارې ورکړي چې ښايي د دغو شاوخوا ٣٤ انتصابي سناتورانو په منځ کې د ولسي جرگي يو شمېر معترض او ناکام نوماندان هم شامل وي.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې مشرانو جرګې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د انتصابي سناتورانو په غیاب کې خپل مشر وټاکه.

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي هڅه یې دا ده چې د مشرانو جرګې په انتصابي سناتورانو کې داسې کسان ورځای کړي چې د ټول هېواد استازیتوب وکړی شي.

ځينې په دې باور دي چې د ښاغلي کرزي اشاره ښايي د ولسي جرګې یوشمیرهغو ناکامو نوماندانو ته وي چې، دغې جرګې ته یې لاره نه ده موندلې او د پایلو پر ضد یې هم ګڼ لاریونونه کړي دي.

ښاغلی کرزی وايي هڅه یې دا وه چې د ولسي جرګې له پرانیستل کیدو وړاندې دغه سناتوران ورپېژني خو، ځېنو مصلحتونو ته په کتو یې دغه کار وځنډاوه چې په خبره یې اوس یې تقریباً دا لست برابر کړی دی:

''موږ کولی شول، د شورا له تاسیس نه وړاندې دغه سناتوران وټاکو، هلته زموږ ملاحظه دا وه چې، یو شمیر شخصیتونه چې وړاندې په ولسي جرګه ول، بیا یې جرګې ته لاره پیدا نه کړه.

د دې لپاره چې موږ د هېواد ټول شخصیتونه د افغانستان په سنا کې ولرو چې په سم ډول د خلکو استازیتوب وکړي، ومو پتېیله چې د شورا د پایلو له معلومېدو وروسته به دا کار وکړو.

اوس د دغو سناتورانو لست تقریبا چمتو شوی او په نژدې راتلونکي کې به یې ور واستوو.د سنا د شورا له نورو سناتورانو سره مو هم لیدلي او له ټول بهیر نه مې خبر کړي دي.''

حامد کری

ښاغلی کرزی داسې مهال د مشرانو جرګې د انتصابي غړو د پېژندلو خبره کوي چې دغې جرګې وار د مخه خپل رییس او اداري پلاوی ټاکلی دی.

که څه هم ښاغلي کرزي په ښکاره د دغو انتصابي سناتورانو په لست کې د کوم معترض کاندید نوم یاد نه کړ،خو ځینو معترضو مخورو نوماندانو بي بي سي ته وویل ، تر دې دمه لا د حکومت له لورې دوی ته دا ډول کوم وړاندیز نه دی شوی.

د افغانستان د ملي شورا د مشرانو جرګې ټول ټال ۱۰۲ غړي لري چې ۶۸ یې د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو د غړو ترمنځ د ټاکنو له لارې انتخابیږي، او پاتې ۳۴ نور یې د ولسمشر کرزي له لورې انتصابېږي.

ښاغلی کرزی داسې مهال د مشرانو جرګې د انتصابي غړو د پېژندلو خبره کوي چې دغې جرګې وار د مخه خپل رییس او اداري پلاوی ټاکلی دی.

وړاندې د یو شمېر نورو علتونو ترڅنګ د ولسي جرګې د نه پرانیستو یو علت هم د مشرانو جرګې د دغو انتصابي سناتورانو نه پېژندل په ګوته کېدل.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .