ناټو: تر ۲۰۱۶ کاله به افغانستان خپلواک هوايي ځواک ولري

Image caption جنرال ویلیام کاډوېل: ''يوازې په تېره يوه نيمه مياشت کې مو نهه زره کسان روزلي چې دغو کسانو په پوليسو او ملي پوځ کې نوي ټولي جوړ کړي دي .''

ناټو وايي د افغان پوځ د روزنې هڅې يې په تېرو ۱۵ مياشتو کې درې برابره زياتې کړې دي چې افغان ځواکونه وکولای شي په يوازې سر د خپل هېواد د امنيتي چارو د سمبالښت جوګه شي .

په افغانستان کې د ناټو د روزونکي ماموريت مشر جنرال ويليام کاډوېل وايي په تېر کال کې د افغان پوځ او پوليسو ليکو ته تر ۷۰ زره ډېر، نوي کسان ور زيات شوي دي .

د افغانستان او نړيوالې ټولنې د هوکړې پر بنسټ ټاکل شوې چې د ۲۰۱۴ کال تر پايه پورې د امنيتي چارو ټول بار د افغان امنيتي ځواکونو پر اوږو ور کېښودل شي .

دا مرکه هميم جلالزي پښتو کړې ده .

ښاغلی کاډوېل په سر کې دغې پوښتنې ته ځواب وايي چې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې بهير څنګه پر مخ ځي ؟

د افغان امنيتي ځواکونو د ښوونې روزنې بهير څنګه پر مخ ځي ؟

له هغه وخته چې زه د ۲۰۰۹ کال په نومبر کې پر دغې دندې ګمارل شوی يم ، بيخي ډېر پرمختګ رامنځ ته شوی او دا پرمختګ د ډېرو خلکو د تمې خلاف دی.

په دغې برخه کې يو کار چې ما تر سره کړی، دا دی چې د ملي پوځ او پوليسو د سرتېرو په شمېر کې مو پاموړ زياتوالی راوستلی دی .

يوازې په ۲۰۱۰ کال کې د امنيتي ځواکونو ليکو ته اويا زره کسان ور زيات شوي او دغه بهير همداسې روان دی.

يوازې په تېره يوه نيمه مياشت کې مو نهه زره کسان روزلي چې دغو کسانو په پوليسو او ملي پوځ کې نوي ټولي جوړ کړي دي .

اوس موږ په ښه دريځ کې يو او د روان زېږدي کال تر اکتوبر پورې به تر درې لکه زيات امنيتي ځواکونه ولرو چې افغانانو ته خدمت وکړي .

تر اوسه پورې د افغان ځواکونو د زدکړې او روزنې لپاره زياتې پيسې لګېدلې کولای شیء راته وواياست چې ددغو پيسو زياته برخه په کومو څانګو کې لګېدلې ده ؟

که چېرته له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۹ کلونو ته وګورو، نو په دغو اوو کلونو کې د افغان ځواکونو پر روزنه ۲۰ مليارده ډالر لګېدلي دي . خو موږ بيا يوازې په تېرو دوو کلونو کې پر دغه کار شل مليارده ډالر لګولي دي .

نو پر دې بنسټ ويلای شم چې په دغې برخه کې زموږ هڅې له درې تر څلور برابره زياتې شوې دي .

يوازې په تېرو پېنځلسو مياشتو کې موږ هره مياشت يو مليارډ ډالر لګولي او دغه لګښتونه به پر همدغې بڼه د څه نورې مودې لپاره هم روان وي .

ايا ستاسې ډېرې او ګړنډۍ هڅې دا مانا لري چې افغان ځواکونو ژر او په ښه توګه د افغانستان د امنيتي چارو مسوليت ته اوږه ورکړي ؟

هغه کار چې تر سره شوی دا دی چې موږ په پوليسو کې نوي ټولګي جوړ کړي چې دغه ټولګي تر اوسه پورې نه ول . موږ په دارالامان کې يوه اډه جوړه کړې ، چې ودانۍ ، د ګاډو ورکشاپ، د ډوډۍ خوړلو هال او خوبخونې دي.

په پوليسو او يا پوځ کې چې هر نوی ټولی جوړېږي ، بايد هغوی ته د اړتيا وړ تاسيسات او ودانۍ هم برابرې شي.

موږ د هوايي ځواکونو لپاره د الوتکو لويه ځغاسته ليکه او لوی سالونونونه جوړوو او هوايي ځواکونو ته الوتکې او چورلکي اخلو. دغه راز دوی ته له اړتيا سره سم ګاډي اخلو.

له هغه مهاله چې ما روزنې د ماموريت مشري منلې، تر يو نيم مليون ميله زياته وسله چې پوپانچه، او ايم 16 توپکونه دي او دا د ناټو معياري وسله ده ، موږ افغان پوليسو او پوځ ته اخيستې او ورکړي دي.

دا مهال څو تنه روزونکي لرﺉ؟

دمګړۍ موږ اووه زره روزونکي لرو، چې څلور زره يې د ايتلافي ځواکونو اړوند روزونکي دي او درې زره نور يې قرارداديان دي چې په دغې ډله کې ۱۴۰۰ تنه افغانان دي .

موږ په پام کې لرو چې د افغانانو شمېره درې زره ته لوړه کړو.

د قراردي روزونکو له ډلې څخه شاوخوا ۱۲۰۰ تنه د ليک لوست ښوونکي دي . يانې د قراردادي روزونکو يوه درېيمه برخه هغه کسان دي چې د ليک لوست د زدکړې په ټولګيو کې افغان پوليس او پوځيان روزي .

هوايي ځواکونه د پوځ مهمه برخه ده . له څه مودې راهيسې داسې هڅې روانې دي چې ګنې دغه برخه بېرته پر پښو ودرول شي او د افغان پوځ په چوکاټ کې کار پيل کړي .

د هوايي ځواکونو د راژوندي کولو په برخه کې دغه هڅې تر کومه ځايه رسېدلې دي ؟

د افغانستان د هوايي ځواکونو د بيا راژوندي کولو او فعاليت لپاره کلونه وخت ته اړتيا ده، ځکه دا داسې چاره نه ده چې په بېړنۍ توګه دې تر سره شي .

د پيلوټي زده کړه لږ تر لږه له يو نيم تر دوو کلونو وخت ته اړتيا لري . هغه کسان چې نوې نوې پيلوټي زده کوي بايد لومړی انګريزي ژبه زده کړي، وروسته بايد هغه امريکا ته ولېږو چې پيلوټي زده کړي چې دا چاره هم اتلس مياشتې وخت غواړي .

دغه راز موږ افغان هوايي ځواکونو ته الوتکې برابرو . دا مهال افغان هوايي ځواکونه ۵۷ چورلکې او الوتکې لري . موږ په پام کې لرو دغه شمېره ۱۴۶ ته ورسوو.

موږ داسې الوتکې اخلو چې په افغانستان کې کار ورکړي . له دې سره همهاله دا مهال د افغان پيلوټانو لومړۍ جوپه هم په زده کړه بوخته ده، او په ټوله کې د افغان هوايي ځواکونو د بيا جوړېدو او را ژوندي کېدو بهير ښه پر مخ روان دی . تر ۲۰۱۶ کاله پورې به افغانستان خپلواک هوايي ځواک لري .

تاسې خوشبينه ښکاریء ، تاسې فکر کوی چې افغان امنيتي ځواکونه به تر ۲۰۱۴ کاله پورې ددې جوګه شي چې په يوازې سر د افغانستان امنيتي چارې او مسوليتونه سمبال کړي ؟

هو بيخي کولای شي ، زه په دې کې هېڅ شک نه لرم. زه له ۱۵ مياشتو راهيسې د افغان امنيتي ځواکونو کارونه څارم، زه دې پايلې ته رسېدلی يم چې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ افغانان کولای شي چې تر ۲۰۱۴ کاله پورې د خپل هېواد امنييتي مسووليت پر خپله غاړه واخلي .

دوی به نه يوازې امنيتي چارې سمبالوي بلکې کولای شي د پوليسو او پوځ د روزنې بهير هم پر مخ بوځي .

يوازې په روان کال کې امريکا د افغانستان د ماليې وزارت ته يو ميليارډ ډالر ددې لپاره ورکړي چې د کورنيو چارو او دفاع په وزارتونو کې ولګول شي ، او په راتلونکو کلونو کې به تر دې هم زياتې پيسې ورکړل شي .

دا د نړيوالې ټولنې په ګټه ده چې دغه وزارتونه ډېرې پيسې ولري چې وکولای شي پوليس او پوځ پياوړي او غښتلي کړي .

ورته مطالب