ستاسې غږ:په افغانستان کې امريکايي اډې چاته څه پايلې درلودلى شي؟

په افغانستان کې د دايمي بهرنيو پوځي اډو په اړه د افغانانو دريځونه سره ويشلي دي: ځينې يې د بهرنيانو د پراخيتا غوښتونکو هڅو برخه بولي چې له گاونډيانو سره ددغه هيواد پر اړيکو ناوړه اغېز غورځولى شي.

ولسمشر حامد کرزي تاييد کړه چې امريکا په افغانستان کې د پوځي اډو د درلودو لېواله ده او په دې اړه خبرې له څه مودې راهيسې راروانې دي.

که څه هم امريکايي مخورو په افغانستان کې د اډو د جوړولړ طرحه په تېرو لسو کلو کې وخت ناوخته راپورته کړې، خو دا ددغې طرحې د څېړنې لومړنى رسمي تاييد و.

په افغانستان کې د دايمي بهرنيو پوځي اډو په اړه د افغانانو دريځونه سره ويشلي دي: ځينې يې د بهرنيانو د پراخيتا غوښتونکو هڅو برخه بولي چې له گاونډيانو سره ددغه هيواد پر اړيکو ناوړه اغېز غورځولى شي.

نور بيا پر دې باور دي چې د افغانستان حالاتو او حساسيت ته په پام سره، يوازې بهرنى دايمي پوځي شتوالى کولى شي ددغه هيواد اوږدمهالى ټيکاو تامين او د نورو د لاسوهنو مخه ونيسي.

تاسې گران اورېدونکي په افغانستان کې د بهرنيو پوځي اډو د جوړېدو په اړه څه واياست؟

خپل نظر راسره ستاسې غږ خپرونه کې شريک کړئ، پر دغو لارو:

د سټوډيو مخامخ شمېره: 00442078360331

برېښناليک: pashto@bbc.co.uk

پر گرځنده ټېلېفون د لنډ پيغام د راستولو شمېره: 0044 77 86 20 88 88

ژمنه مو د پنجشنبې پر ماښام، ستاسې غږ خپرونه کې.

را رسېدلي برېښليکونه:

عطاوالله ساپى – کابل:

امريکا ته دايمي اډې ورکول نه يوازې په کوردننه ملي، سياسي او مذهبي مخالفتونه او جنجالونه راولاړولی شي، بلکې موږ له ګاونډيانو سره په دښمنۍ هم اړولی شي. په حقيقت کې زموږ هېڅ کوم گاونډی دامريکا شتون ته په افغانستان کې لېواله نه دی او نه ورته په ښه سترگه گوري.

حقمل مسعود زى- پکتيا

زما په نظر د امريكايي اډو شتون په افغانستان كې نه يوازې دا چې د افغانستان لپاره، بلكې د ټولې نړۍ لپاره به ګواښ وي.

محمد اسماعيل عندليب- جلال آباد

په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې د امريکايانو لپاره د سترو پوځي اډو شتون لا څه چې په افغانستان کې د يوازې يوه بهرني شتون او د افغانستان پر لږ تر لږه يوه لويشت ځمکه د هغوی اختيار د افغانستان لپاره تر ټولو بد عواقب لري.

پر افغانستان د بهرنيانو تر تسلط لاندې افغانستان له تجزيه شوي او يا په خپلمنځي کورنيو جګړو کې له ښکېل افغانستان سره هېڅ توپير نه لري .

احمدالله احمدي- گردېز- پکتيا

د امريکايي اډو شتون د افغانستان دولت او ملي اردو ته سرخوږى جوړوي.

محمد جميل احمدي وردگ- د افغانستان له کومې سيمې څخه:

زماپه نظرد امريکا پوځي اډې په افغانستان کې ممکن ونشی کړای زموږ په هېواد کې د سولی او ټيکاو سبب وګرځی .

ځکه همدا اوس د ناټو د تقريبا۴۵ هېوادو حضور نشي کولای زموږ هېواد ته سوله راولي، او اکثره افغانان په دې هيله دي چې د خارجي قواوو په وتلو سره به ناراضه ډلې له نوي دولت سره يوځای شي.

ځکه د ناراضيانو لومړنی پېشنهاد هم د خارجی قواوو وتل دي. نو زه د امريکايي دايمي پوځي اډو شتون نه تايدوم.

نقيب الله حقمل- له جلال آباد څخه :

که چېرته امريکايان په افغانستان کې دايمي اډی واخلي نو په افغانستان کی به په هېڅ صورت سره امن او ثبات رانشي او دغه اقتصادی جنګ به په مذهبی جنګ بدل شی.

نورستانى – د ترکيې له استانبول څخه:

په افغانستان کې د امريکا اډه جوړول د افغانانو په ګټه کېدای شي، اما افغانان هېڅکله خارجيان نشي قبلولی. ښه داده چی امريکا له افغانستانه ووځي او د اډې پر ځاى دې سياسي اواقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړي.

عمران خرم زى – وردگ

نور نظر نه لرم بس دا د افغانستان دايمي اشغال دی او په سيمه او منطقه کې بې ثباتي او اشغال دى.

خان محمد د هلمند له لښکرگاه څخه :

زما په نظر زموږ د هېواد حالت ته په کتوسره دايمي اډې بايد جوړې شي چې موږ د ګاونډيانو له شره وساتي.

محمد کريم منگل له گردېز څخه :

زما په نظر د امرېکا دوامداره اډې د افغانستان لپاره ضرور دي. که امرېکا په مکمل توگه ووځي نو افغانستان به د شاوخوا ملکونو له شره په امان نه شي او يو وار بيا به افغانستان کې دکورني جنگ پر لور...

علاوالدين – له کوم ناڅرگند ځايه:

امريکا دې دايمي اډې نه جوړوي، ځکه چې دا زموږ اسلام ته تاوان رسوي.

فيصل – جلال آباد:

هېڅ افغان چې له کوم هېواد سره تړلی نه وي، هغه امريکايان په افغانستان کې نه غواړي .

نثار احمد صالح – کندهار:

دا يوه خبره ده خو په بېلا بېلو عنوانو باندې کېږي. کله يې د امريکا سناتور کوي او کله يې بيا نور د امريکا پوځي مشران. امکان يې شته چې اډې جوړي کړي او اوس يې هم جوړې کړې دي.

سالار زى- اسد آباد- کونړ

زما په اند د امريکا دايمي اډې د افغانستان د ګاونډيانو هغو شومو موخو ته د ناهيلۍ جامې ور اغوندي چې دوى غواړي په افغانستان کې ورته ورسېږي او دا به په افغانستان کې د تل پاتې ټيکاو په راوستو کې ډېر موثر وي.

اتل- کندهار:

په افغانستان کې دايمي بهرنۍ پوځي اډي په افغانستان کې د کانونو د ايستلو لپاره يو اړين گام دي او دا کار به امريکا حتمي کوي.

جليل تڼى- خوست:

زما شخصي نظر دا دى چې امريکا ته په افغانستان کې بايد دايمې پوځي اډې ورنکړل شي ځکه يوه لورته به د افغانستان د حکومت خپلواکي تر پوښتنې لاندې وي او بل لور ته څه ضمانت شته چې په افغان خاوره کې د نوي پرمختگ او يا دسايسو لومړنۍ خبرې به د پاکستانيو چارواکو او سياست جوړونکو سره نه کېږي؟

رحمت الله وردگ له کندهاره:

په افغانستان کې امريکايي اډې د افغانانو په ګټه دي که په تاوان؟

که په ګټه دي کومه ګټه لري؟

عبدالمتين فهيم – له کابله:

زه هم د هغو افغانانو په کتار کې يم چی د افغانستان اوسني وضيعت او د ګاونډيانو لاسوهنو ته په کتو سره موافق يم چې بهرني سرتېري په هېواد کې دايمی اډې ولري.

خو په دې توپير چی ((دايمي)) بايد قيد شي يو اوږدې مودې يانی د ۵۰ کلونو لپاره د لته اډې ولري تر هغې به افغانستان پر پښو ولاړ وي.

ذاکرالله ذاکري له مراکش څخه:

افغانستان يوداسې هېواد دی چه هر فرد يې له خپل هېواده دفاع کولای شی، امريکا او هغه هېوادونه چه د تروريستي له خطره دخپلو هېوادونو د خوندی کولو په خاطر دلته راغلي او خپله جګړه د بل په کور کې کوي ، دوی ته لازمه ده که خپل هېواد خوندي کول غواړي نو افغانستان کی پراخ بنسټه او بنيادي دايمي تعميراتي پروژې جوړې کړي.

زلمى – ننگرهار:

زموږ نظر دادی چی امريکايان دې نور د خپلو بچو خواته ولاړ شي، نور دي دا غم زموږ له کورونو ووځی.

نجيب جبارخېل – د امريکا له نيوادا څخه:

زه د يوه افغان وگړي په توگه د هغو کسانو په ډله کې يم چې نه يوازې له بهرني پوځي حضور سره مخالفت لرم، بلکې سخت يې غندم. خو له بده مرغه په تېر کې بهرنيو پوځيانو په يوه نه يوه ډول په افغانستان کې حضور پيدا کړى دى. نو که د امريکا شتوالى په قانوني ډول تامين شي، هم به د نورو له پتو لاسوهنو خلاص شو او هم به په هېواد کې ثبات راشي.

محمد اجمل – کابل:

په افغانستان کې د امريکا دايمي اډې اول اسلام او مسلمانانو ته او ټولی منځنۍ اسيا ته خطر دى په دې قسم ټوله منځنۍ اسيا د امريکا تر ډار لاندې راځی او ورسره ورسره امريکا به ايران او روسيه تر خپل ډار لاندې ونيسی.

نسيم خان د فنلنډ له تورکو څخه:

اډې زموږ په گټه نه دي، په دې سره به دايمي غلامان شو.

صفى الله د ناروې له اوسلو څخه:

په افغانستان کې د امريکاييانو پاتې کېدل د ملک د ورانولو په مانا دي.

حبيب الله بادينزى- هند، پونه:

زما سوال دا دی چې آيا په افغانستان کې د امريکادايمي اډې افغانستان له اوسني ناورين څخه ايستلی شي اوکنه؟ او د ګاونډيو هېوادونو دريځ به په دي اړه څه وي؟

انورشاه ځدراڼ – لندن:

زما په فکر لازمه ده چې موږ د افغانستان د گټو په خاطر په لويو ملي مسلو کې له امريکا سره تړونونه ولرو چې هېواد، په تېره بيا د ايران او پاکستان له لاسوهنو خوندي وساتلى شو.

ډاکټر الياس- جلال آباد:

دايمي اډې دې په افغانستان کې وي، په سعودي عرب کې هم شته دلته دې هم وي. په افغانانو څه باور دی که دوی نه وي کېدای شي بيا خپل منځي جګړې رامنځته شي او بله دا چې تر پاکستانيانو او وهابي عربانو خو دوی ښه دی.

سيف الله – د خليج سيمې له العين څخه

هيله لرو امريكايان په افغانستان كې د ايران او پاكستان د لا سوهنو او تروريزم په خاطر پاتې شي.

احمد جاويد ميوندي- کندهار:

د پوځی اډو پلان په افغانستان کې امريکا له اول څخه درلود، القاعده او طالبان خو هسې يو بهانه وه.

عبدالله مياخېل – لندن:

موږ بايد پر سوله کار وکړو او خپل پوځ پياوړى کړو. امريکايان زموږ تر اسلامي گاونډيانو ډېر موږ ته ښه دي.

محمد ويس بسمل – ډيلى:

په سلو کې ٩٠ افغانان له دې سره مخالفت لري.

حنيف احمد زى – پکتيا:

دا اډې به په سلو کې سل د افغانستان د گټو پر خلاف وي او د هېواد خپلواکي به له پوښتنې سره مخامخ کړي.

احسان الله ضيا- پښتونخوا:

د افغانستان لپاره غوره داده چې امريکايان په کې پاتې شي، ځکه چې گاونډيانو يې ورته دښمنۍ په زړه کې ساتلې دي.

رحمت الله شاکر – د هند له حيدر آباد نه:

د يو افغان په توګه امريکايانو ته ددايمي اډو ورکول به افغانانو ته هم په ګټه وي او هم په تاوان ، هغه داسي،که چېرته امريکايي پوځونه ټول له افغانستان څخه په داسې حال کی ووځي، نو دا به د ډېری افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړي، ځکه چی د دوی په وتلو سره به طالبان بېرته نفوذ وکړی او د افغانانو ژوند به بيا له تيارو سره مخ شي او هېواد به د ګاونډيانو لاسو ته ورشی .

او که و نه ووځي نو بيا افغانان د يو ازاد هېواد دعوه نشي کولای، بلکې افغانستان به بيا يو مستعمره هېواد وي.

عبدالغفور – له پېښوره:

د امريکايانو پوځي اډې به افغانستان له نورو کورنيو کړکېچو څخه وساتي.

وحيدالله – لندن:

په افغانستان کې د دايمي اډو جوړولو ستره پايله به دايمي خونړی جنګ وی. بهرنيان په دی ښه پوه دي چه دوی د رښتينو پښتنو د سترګو اغزی دی او دا اغزی به هرو مرو له خپلو سترګو وباسی.

سليم وردگ – لندن:

د اډو د درلودو نتېجه به داشي چې د بدو گاونډيانو لاس به له موږ پرې شي او د ژوندانه يوه روښانه بڼه به ولرو، خو له مذهبي او کلتوري پلوه به په تيارو کې ډوب شو.

سکندر اقبال- د افغانستان له کوم ناڅرگند ځاى څخه :

دغه اډې د افغانستان لپاره د ځينو چلنجونو، زيانونو او ستونزو تر شا دوه فايدې هم لری او هغه دا چی:

١. يوازې بهرنى دايمي پوځي شتوالى کولى شي ددغه هېواد اوږدمهالى ټيکاو تامين او د نورو د ناسمو لاسوهنو مخه ونيسي.

٢. گاونډيانو او لويو طاقتونو سره به د افغانستان مناسبات لا نور هم پراخ، خواږه او قوي شي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .