د افغانستان د تنکيو ځلمو کرېکټ لوبډلې اتلولي وګټله

افغان تنکۍ لوبډله

د افغانستان د ۱۹ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو کرېکيټ لوبډلې نن د نيپال لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ کپ وګاټه.

دا لوبې لس ورځې مخکې په تايلنډ کې پيل شوې وې، چې د ٢٠١٢ کال نړيوالو اتلوليو ته د غوراوي لپاره وې.

نن د افغانستان لوبډلې لومړی پچه يا ټاس وګاټه او پخپله يې د منډو جوړولو فيصله وکړه.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان لوبډلې په ټاکلو پېنځوسو اورونو کې دوه سوه منډې جوړې کړې او د نيپال لپاره يې د ۲۰۱ منډو هدف وټاکه.

نيپالي لوبغاړو ونه شو کړای چې د افغانستان تېزو توپ اچوونکو ته ټينګ شي او ټول لوبغاړي يې په ۱۳۹ منډو وسوځېدل.

د افغانستان له لوري نجيب الله ځدراڼ د نيپال درې لوبغاړي او کيپتان شيرزي او افتاب عالم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان لوبډلې په نيمه پاى لوبه کې هانګ کانګ او په ګروپي لوبو کې ټايلنډ، عمان او متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړې وه، خو له نيپال څخه يې ماتې خوړلې وه.