کندوز: د چاردرې ولسوال په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو

کندوز

له څو اونيو نسبي ارامۍ وروسته په کندوز ولايت کې لومړني ځانمرګي بريد کې ددغه ولايت د چهادرې ولسوال عبدالواحد عمرخېل ووژل شو.

د کندوز چارواکي وايي ښاغلی عمرخېل د پنجشنبې پر ورځ د ولسوالۍ په ودانۍ کې دننه هغه مهال ووژل شو چې د خلکو عريضې لاسليکولې.

يوه عيني شاهد بي بي سي ته وويل چې ولسوال د خپل دفتر خوا را روان و چې يو پلی سړی ور نژدې شو، ولسوال ته يې يو کاغذ ونيو، هغه چې کاغذ اخيست نو سړي پرې غېږه وګرځوله او چاودنه وشوه .

په بريد کې له ښاغلی عمرخېل سره يوه د هغه ساتونکی ، يو سيمه ييز پوليس ، او د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه په ګډون څلور ولسي وګړي وژل شوي دي.

دغه راز په بريد کې پېنځه تنه ټپيان شوي چې ويل کېږي د دوو روغتيايي حالت ډېر ناوړه دی.

چاردره تر دې وړاندې د کوندوز ولايت يوه نا ارامه ولسوالي بلل کېده خو له تېرو څو اونيو راهيسې په دغه ولايت کې امنيتي حالت په نسبي توګه ښه شوی او بريدونه کم شوي ول.

پر ښاغلي عمرخېل باندې د لړم مياشتې په وروستيو کې هم بمي چاودنه شوې وه خو هغه مهال يې ده ته زيان نه و رسولی.

طالبانو د ښاغلي عمرخېل د وژنې مسوليت منلی دی.

درې ورځې وړاندې د کوندوز والي انور جګدلک له بي بي سي په مرکه کې وويل ، دغلته امنيتي حالت ښه شوی او د دولت وسلوال مخالفين يا تښتېدلي او يا تسليم شوي دي.